Oct 17, 2019 17:34 Asia/Kabul
  • په نړۍ کې (۲۰۰) میلیونه ماشومان له لوږي کړېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق (يونیسف) وايي‌ چې په نړۍ کې میلینونه ماشومانو ته سم خواړه نه رسیږي .

یونیسیف په خپل تازه خپاره شوي راپور کې چې د خوړو د نړۍ والي ‌ورځي په مناسبت خپور شوی خبر ورکړی چې تر پنځه کلنۍ کښته ماشومانو یو پر دريم يعنې (۲۰۰) ميليونه نجونو او هلکانو ته په پوره توگه خواړه نه رسيږې.

د ماشومانو د ساتنې صندوق (يونیسف) اجرايي مشره میرمن هنريتا فوره وايې: ( په وروستیو کلونو کې دتکنالوژۍ، کلتورې او ټولنیزو پرمختګونو په برخه کې پر مختګ شوی خو موږ پر يوه اساسي واقعيت سترګې پټې کړي دي چې که ماشومان سم تغذيه نه شي او سم خواړه ورونه رسېږي‌ ژوند به يې له کړاونو سره مخامخ شي . )

نوموړې زیاتوي چې د ماشومانو د سمو خوړو او سمي‌تغذیې ترمنځ توپیر شته ،ماشومان باید سم تغزیه شي چې زیات وزن وانه خلي او د خوارځواکۍ لورته هم لاړ نشي‌.

يونيسف په خپل راپور کې د ماشومانو د ناسمو خوړو د ډولونو نوم لړخپور کړی او هم دا ډول یې ارقام ښودلي دي چې په نړۍ واله کچه ماشومان له کومو تغذییوي ستونزو سره مخامخ دي .  راپور وايي چې  (۵۰ میليونه) ماشومان د خوارک له کمښت څخه ځورېږي او ډير کمزوري دي. هم دا ډول( ۴۰ ميليونه) ماشومان تر پنځه کلنۍ په کم سن کې زیات وزن لري اوچاغ دي.

 

ټیګونه

کمنټونه