Oct 17, 2019 17:40 Asia/Kabul
  • د کُردو وسله والو ځواکونو د سرتاوانونو په اړه د ترکيې ادعا

د ترکيې د دفاع وزارت په سوريې کښې د صلحې د چينې نومې عملياتو له ابتداء نه له کردو وسله والو عناصرو څخه د شپږو سوو او درې اويا تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د ترکيې د دفاع وزارت ادعا وکړه چې د صلحې چينه نومې فوځي عمليات تر اوسه د شپږ سوه درې اويات کردو د وژلې سبب شوي دي.

د سوريې په شمال ختيځ کښې په الرقه او الحسکه سيمو کښې د ترکيې فوځي عمليات له پراخو نړيوالو او سيمه ايزو غندنو سره مخامخ شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه