Oct 20, 2019 12:49 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی پاڼې خوږو مینه والو، په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو .هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

د تهران زیاتره ورځپاڼو  خپلې زیاتره برخې  د حسینی اربعین ولولناکو  او پرتمینو دستورو ترسره کیدا ته بیلې کړی دی .  ورځپاڼو لیکلی دی ، په کربلامعلی کې  دحسینی اربعین په پرتمینو دستورو کې په میلیونو حسینی مینه والو برخه اخستې او  هغه  مینه وال چې  له دغه میلیونی لاریونه پاتې شوی پخپلو ښارونو او ښارګیو کې ئې د زیارتونو او هدیرو په لور   د حضرت امام حسین علیه السلام د بندی کاروان  او له نجفه تر کربلا پورې د میلیونی لاریون په نیابت  لاریونونه کړی دی .

ورځپاڼو مخکې لیکلی دی ،  دعراق خبرو سرچینو او دغه راز خبری سرچینو  وئیلی دی، په کربلا کې  د حسینی اربعین په  پرتمینو دستورو کې  له درو تر څلورو میلیونو پورې او ځینی نوره سرچینې هم له شپږو تر اوو میلیونونو پورې  حسینی مینه والو د ګډون خبر ورکوی ، دا هم وئیل کیږی چې  په دغو دستورو کې  یوازې د شیعه اوسنی مسلمانانو ګډون نه ،بلکې د غیر مسلمانو پتمنو   ګډون هم له ورایه ښکاره ؤ . د تهران ورځپاڼو دغه راز لیکلی دی ، پرون  په تهران کې هم د کربلا د حسینی اربعین  له میلیونی لاریون څخه کوم خلک چې پاتې وو ، د کربلا د حسینی اربعین له برخې  دپاتې کسانو لاریون په نامې سره ئې  د تهران  له بیلابیلو میدانونو ځانونه  د امام حسین چوک ته رسولی او له هغه ځایه ئې د  رئ شهر  په لور د حضرت عبدالعظیم  حسنی علیه السلام د زیارت په لور  لاریون کړی ، چې وئیل کیږی په دغه ولولناک لاریون کې هم  له درو تر درې نیم میلیون پورې حسینی مینه والو برخه اخستې چې پکې ښځې ،ماشومان ،بوډاګان ،پرکوټ  او جانبازان شامل وو ، په درستو لارو کې  د لاریون کونکو لپاره موکبونه جوړ شوی چې  د لاریون کونکو  هر ډول خدمات ئې  وړاندې کول حتی د بوټانو  پالیش ، چَپی  کول (ماساژ) ډ وډۍ ،شربت  او هر هغه شی چې د لاریون کونکو  ستړیا ئې تر یوه حده لیرې کوله ، دهغوی خدمت ته وړاندې شوی .  همداراز  ورځپاڼو لیکلی دی ، په ځینو اروپائی هیوادونو ،آسټریلیا او افریقائی هیوادونو کې هم د حسینی  اربعین  دلاریون په نیابت کې د حسینی مینه والو ولولناک لاریونونه شوی دی  چې دا پخپله د یزیدیّت او استعماریّت لپاره یو روښانه پیغام ورکوی ، چې  تر څو چې یزیدیّت او استعماریّت وی تر هغه وخته به حسنیّت  په پرتم سره په ډګر کې موجود وی .

        دا هم د تهران جمهوری  اسلامی ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،د ا سلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای پرون   په  امام خمینی امامباړې کې د حسینی اربعین په مناسبت  د  حسینی ویرجنو په  ټول کې په لنډو خبرو کې فرمائیلی ،  له خداوندمتعال څخه  تل دعا کوم چې  مونږ او تاسې تل په مستقیمې لارې کې  کلک او ثابت قدم وساتی ،ځکه که تاسو ځوانان په دغه  حقه لاره کې  ثابت قدم او کلک  ووسئ نو  هیواد او دینااو بشریت  ئې له ګټو برخمن کیږی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی، د سورئې پوځ  له ترکیې سره  په سرحدی سیمې  او عین العرب ښار کې  او شاوخوا کې دیره شوی څو دسورئې دمځکنۍ بشپړتیا  ساتنه وکړی .

د امریکا یوه پخوانی دفاع وزیر رابرټ جی ګارډ په زغرده وئیلی دی که  د سعودیانو په ځای وائ نو زر ترزره به مو له ایران سره  خبرې اترې کړې وې .

د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزیر او دغه راز دهوائی ځواک د قوماندان پشمول  دیو شمیر پوځی او حکومتی مسئولانو په شتون کې  د ایران  د ځای متخصصانو په لاس جوړه : یاسین :نومې پرمختللی جټ روزونکی الوتکه  نندارې ته وړاندې شوه .

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د امریکا د  کانګرس له مشرې میرمن نینسی پلوسی سره دخپلې خولې شخړې په دوام کې په ډاګه وئیلی دی پلوسی پخپلې لاخانې (کوپړۍ ) کې  هیڅ نه لری یعنی  عقل نه لری .

 د افغانستان په ننګرهار کې د جمعې لمونځ کونکو په مینځ کې د وحشی جنایتکار  او تکفیری  ترهه ګرو په رامینځةکړائ شوی  بوږنونکی غمیزې کې د شهید شوو لمونځ ګوزارو شمیر اویاؤ  تنو ته ورسید او وئیل کیږی چې ځینی نور کسان هم مرګی حاله ده  .   

دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې  نننۍ ګڼې کې ئې  لیکلی دی ، دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ په لبنان کې د  فتنې له رامینځةکونکو ناکراریو سره سخت مخالفت کړی او دغه فتنه ئې له ماتې سره مخامخ کړې ده .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  دقطر پخوانی لومړی وزیر حمد بن جاسم په ټولنیز پیغام کې وئیلی دی ،عربی اتحادیه دهیچا ته هیڅ ارزښت نه ورکوی او د ځینو په لاسونو کې یوازې یوه لوبتکه جوړه شوې ده .

د ملګروملتو د بشری حقوقو ادارې   د مصر پر ولسمشرعبدالفتاح السیسی  غږ کړی،مصری اعتراض کونکی دې نه ځپی او  دهغوی  له شکنجه کولو دې ډډه وکړی .

راپورونه ښئ  د جنوبی کوریا  یو شمیر محصیلین ددغه هیواد په پلازمینې سئول کې  دامریکا  دسفارت انګڼ ته ننوتلی او مړه دې وی امریکا چغې ئې پورته کړی  او پخپل هیواد کې ئې د امریکائی پوځیانو د شتون او د هیواد په چارو کې ئې د هغوی د لاسوهنو د ختمیدو غوښتنه کړې ده .

په صومالیه کې   د پوځی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې د الشباب تکفیری ترهه ګرې ډلې  کابو شل جنایتکار غړی هلاک شوی دی .

د یمن په لویدیځ کې  دانسان دوستۍ په یوه کاروان  د سعودی ائیتلاف  جنګی الوتکو سخته بمباری کړې ده .

 دفلسطین  د غزې تړانګې او دنیواکی ټاټوبو په پولو کې د  بیرته ستنیدا دحق د لاریون په نهه اویایمې جمعې ورځې لاریون کې  د وحشی صهیونیسټانو په لاس  دټپی فلسطنیانو شمیر ۹۶تنو ته رسیدلی چې ځینی  ماشومان هم پکې ترسترګو کیږی .

دا هم  د تهران  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې لیکلی دی ،د سیمه ایزو او نړیوالو چارو یو کارپوه اوشناندی  جعفر حق پناه وئیلی دی ،  امریکا د تهران، ماسکو او انقرې  د ائیتلاف  په له مینځه وړلو پسې شوې ده حق پناه پخپلې یوې شننې کې لیکلی دی ،  دسورئې او ترکیې په پولې  کې د یوې امنې سیمې  د رامینځةکولو په موخې سره د  ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په فرمان سره د سولې د چشمې ،نومې پوځی  عملیات   په داسې شرائطو کې  یوه اونۍ مخکې پیل شوی ، چې  نړیوال څارونکی باوری دی ،  ددغو عملیاتو سرچینه ،  هغه شین څیراغ دی و چې  د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  د سورئې د سولې دخبرواترو دپرمختګ   دمخنیوی  په موخې سره او د دسورئې د کردځواک تر نفوذ لاندې  له سیمو دخپلو عسکرو د بیرته ویستلو له لارې ، انقرې ته  ښودلې ده .

 د لبنان د حزب ا.. ولسی غورځنګ  عمومی منشی سید حسن نصر ا.... د حسینی اربعین په مناسبت پخپلې وینا کې دلبنان د بد وضعیّت په باب روښانه کړې،پر حکومتی مسئولانو غږ کړی ، استعفی دې نه ورکوی ، مسئولیت دې ومنی ، دخلکو غوښتنو ته دې پام وکړی  او په فیصلو کولو کې دې دقت وکړی .

د روسیې   آر تی خبری چینل راپور ورکړی ،  د عراق له کردستان سیمې د امریکائی زغرګاډو او خالی چکړو یو کاروان د سورئې خاورې ته داخل شوی څو له  سورئې خپل  په زرګونو پوځیان او تجهیزات ئې  عراق ته  منتقل کړی  چې دا خبره د   امریکا دفاع وزارت پنټاګان هم تایئد کړې ده .

د سورئې  ولسمشر بشار اسد  د  سورئې په چارو کې د روسیې له ځانګړی استازی  سره په کتنې کې روښانه کړې په سورئې کې د  امریکائی او ترکیه ای  پوځیانو شتون نیواکګری ده او دا د سورئې د  پوځ او ولس حق دی چې د دوی په وړاندې کلکه مبارزه او مقاومت وکړی .

په افغانستان کې یو ځل بیا  ناکراریو سر راپورته کړی او داسې کومه ورځ نشته چې په لسګونو بې ګناه  افغانان  د حکومتی او مخالفو وسلوالو ډلو په اخ وډب کې  خپل ژوند له لاسه ورنکړی .

 په پاکستان کې  هم سیاسی  حالات په ترینګلتیا دی او  د اپوزیشن ګوندونه  په راتونکو  ورځو کې د حکومتی لوری په خلاف په اسلام اباد کې د میلیونی مارچ  نیّت لری .

*************************

  اوس هم راګرځو د  کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستی اوله تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی )

د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د روانې جګړې په  تیره بیا په ننګرهار ولایت کې د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاؤ لیکنې او تبصرې چاپ کړی دی.

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، افغانان د پردۍ جګړې په اور کې سوځی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې ډېری برخه قربانیان افغانان، په تېره ملکی وګړی دی.

د سرمقالی لیکوال لیکی، یو شمېر وسله والو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د پردیو د اجنډا له مخې په افغانستان کې داسې اور بل کړی چې لمبې یې هره ورځ د افغانانو وجود سوځوی او له فزیکی او روانی اړخه یې په ایره بدلوی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، پر جوماتونو او نورو مذهبی ځایونو تېرو بریدونو او چاودنو ته په کتو ښایې د هسکې مېنې برید هم داعشیانو کړی وی، خو ولسمشر غنی د یاد برید د غندلو ترڅنګ، طالبان ګرم بللی چې نه یوازې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې جنګېږی، بلکې په هېواد کې یې نورو ترهګریزو فعالیتونو ته هم لار هواره کړې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکی، واقعیت دا دی چې دغه وسله والې ډلې په هېڅ ډول د وطن او خلکو د ملی ارزښتونو او ګټو لپاره نه جنګېږی، بلکې یوازې او یوازې د پردیو استخباراتو مزدوران دی او د هغوی د اهدافو او ګټو لپاره هم ځان وژنی او هم نور افغانان له منځه وړی.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوی چې بهرنی ځواکونه او افغان حکومت باید د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شی او اجازه ور نه کړی چې دا بدمرغه جګړه نوره هم اوږده شی او افغانان په کې د سون د توکو په څېر وسوځی.

د هېواد دولتی ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، پر لمونځ کوونکو ترهګریز بریدونه به ترکومه روان وی!؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د ننګرهار د هسکې مېنې پر سلګونو لمونځ کوونکو ترهګریز برید نه بخښونکی جنایت دی چې په هېڅ ډول د توجه وړ نه دی.

سرمقاله لیکوونکی دغې خونړۍ حملې ته په اشارې لیکلی، په ننګرهار کې داعش او د طالب په شمول نورې ترهګریزې ډلې ټولې له پاکستانه را اوړی او پاکستان یې ملاتړ کوی.

د سرمقالې د لیکول په باور، پاکستان دغه ‌‌ډلې د خپلو اهدافو د دوام او د خپلې بقا لپاره روزلی دی او د دا ډول بریدونو لپاره امر او پلانونه ورکوی.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوی چې د دغو ترهګریزو بریدونو د مخنیوی لپاره باید نړېواله ټولنه او د امریکا په ګډون ناټو او د افغانستان ملګری هېوادونه په تېره بیا اسلامی نړۍ، د دغه ظالم دښمن په وړاندې نور بې توپیره پاتی نه شی او د دوی د دغو ناروا کړنو مخه ونیسی.

ویسا ورځپاڼې لیکلی، له تېر یو کال راهیسې وخت په وخت داسې سترې غمیزې پېښې شوی چې یوه سیمه هم پاتې نه ده او د ننګرهار وروستۍ پېښې بیا ټول افغانان په ویر کېنول چې دا حالت هېڅ افغان ته د زغملو نه دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، د ولس لویه بدمرغی داده چې جګړه پرې تحمیله شوې ده، هغه جګړه چې له اصلی طراحانو سره یې ارګ ځانونه شریک بولی، ولس له دواړو لورو تر وحشت لاندې دی، خو د ارګ دنیا د همدې کلا د دېوالونو تر شااوخوا پورې ده.

د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکلی، د ولس ژوند تصور او د افغانانو هېواد هغه دی چې نن یې د ټلویزیون په پرده د هسکې مېنې د غمیزې په بڼه ګورو، خو د اشرف غنی افغانستان هغه ځوان دی چې په یوه اعلان کې راښکاره کېږی.

 

ټیګونه

کمنټونه