Oct 20, 2019 16:01 Asia/Kabul
  •   په امریکا کې په تیر شواروز کې په ډزو کې ۷۲کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی

دا د امریکا واکوالان دی ، چې د دغه هیواد ولس ئې د وسلو د پیرپلور دشرکتونو په رحم او کرم پریښودلی او تر دې دمه ئې د ګرمو وسلو د ګرځولو دمحدودیتونو په باب هیڅ ډول قانون جوړونې نه دی کړی .

زمونږخبریال راپور راکړ په  امریکا کې  د وسلوالو نښتو  ثبتونکی مرکز  په یوې اعلامیې کې وئیلی دی په تیر شواروز کې  د امریکا په نیویارک ، ټیګزاس ، پنسلوانیا، شمالی کارولینا،اینډیانا ،  او کنټاکی  ایالتونو کې د ډزو  ۵۷موردونه ثبت شوی چې په نتیجې کې ئې  لږترلږه ۲۴کسان وژل شوی او ۴۸نور ټپیان شوی دی .

  ددغه راپور په اساس ، په تیرو ۴۸ ساعتونو کې  د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې دډزو  یو سل اته شپیته موردونه راپور شوی ، چې له  امله ئې  ۵۴کسان وژل شوی او یو سل اتلس نور ټپیان شوی دی .

   په امریکا کې  هر کال د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې  د ډزو له امله په  زرګوننو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی .

 خو دا د امریکا واکوالان دی ، چې د دغه هیواد ولس ئې د وسلو د پیرپلور دشرکتونو په رحم او کرم پریښودلی او تر دې دمه ئې د ګرمو وسلو د ګرځولو دمحدودیتونو په باب هیڅ ډول قانون جوړونې نه دی کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه