Oct 21, 2019 05:25 Asia/Kabul
  • د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې حسيني (ع) زوږ او ولوله

د هند ترکنټرول لاندې د کشمير مسلمانانو په خپل پراخه ګډون سره د حسيني اربعين مراسم وکړل.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د هندي ځواکونو د دباونو، سختيو او کرفيو باوجود د هند تر کنټرول لاندې د کشمير سيمې زرګونو شيعه مسلمانانو پرون د حضرت امام حسين (ع) د شهادت د څلوېښتۍ مراسم په ډېره شانداره توګه ترسره شول.

حسيني (ع) عاشقانو په دغو مراسمو کښې د حضرت امام حسين (ع) او د هغه حضرت د وفادارو ملګرو په نومونو او اسلامي نعرو سره ښکلې کړي شوي بېرغونه او بېررونه په لاسونو کښې اوچت کړي وو.

په دغو مراسمو کښې د ايران د اسلامي انقلاب د بنسټ اېښودونکي امام خميني (رح) او د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي تصويرونه هم ليدل کېدل.

 

ټیګونه

کمنټونه