Oct 21, 2019 12:41 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورخپاڼو مهم مطالب، خبرونه، تبصرې او مقالې

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې د روح ا... زم د نیول کیدو په هکله د سپاهِ پاسداران د مشر قومندان څرګندونې، سره د هغوي له انځوره چاپ کړی او لیکلې یې دي: د (آمد نیوز) شبکې د مشر نیول د پردیو د استخباراتي ادارو د حیرانتیا سبب شول.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان  سردار حسین سلامی د  آمدنیوز رسندوئی  چینل د مشر په نیول کیدا د  ایراني مسئولانو او ولس د بیلابیلو پرګنو د خوښۍ له څرګندولو وروسته وئیلې دي:  د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک   اطلاعاتی برخې یو ځل بیا په دښمن  باندې د هغه د کور دننه پیاوړی او دروند ګوزار کړی او د دغه ځواک د اطلاعاتی قدرت معیار  ئې نندارې ته وړاندې کړی دی.

سردار سلامي د اسلامي ایران  مسئولانو  او ولس  ته په خطاب کې  روښانه کړې ،دعمل په دغه نوښت او په نړیوال او مسلکي اطلاعاتی اقدام سره ئې، د واټونو د شخړو درامینځة کونې، د ذهنی ناکراریو په پورته کونې، د شخصیتونو او مسئولانوترمینځ په اختلاف اچونې، د دروغو او پروپیګنډیزو خبرونو په خپرونې او په  خلکو کې د بدبینۍ او نهیلیتوب  په دودونې کې د دښمن د نفسیاتي جنګ  یوه برخه غلې کړې او  د استکبار استخباراتي ادارې یې هک حیرانې پاتې کړې دي.

د روح ا... زم په نامه له هیواد نه بهر استوګن د آمد نیوز خبري چینل د مشر نیول کیدل د انقلاب ضده رسنیو په ستر خبر بدل شول او هغوي تراوسه د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک په لاس د دغه کس د نیول کیدو په هکله مختلفې شننې او اټکلونه وړاندې کوي.

**

د تهران چاپ ابتکار ورځپاڼې بیا د امام حسین علیه السلام د شهادت د څلویښتۍ د کلیزې (اربعین) د مراسمو په لاریون کښې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د ایران د ولسمشر حسن روحاني د قدرونې د پيغام په هکله یو خبر راخیستی او د ولسمشر د انځور ترڅنګ یې لیکلې دي: د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د حسيني (ع) اربعين له زائرينو څخه په قدرونې سره تاکيد وکړ، د اربعين په ستر نړيوال لاريون کښې د زائرينو له زوږه ډک هرکلی او حماسي شتون د اسلام د لا زيات قوت ښودنې او د دښمنانو د زياتې نااميدۍ سبب شو.

خبر زیاتوي چې ډاکټر حسن روحاني پرون په يو پېغام کښې د سږ کال اربعين د سياسي، کلتوري او معنوي قوت د پيکه ښودلو لپاره د نړيوال استکبار او د هغه د ملاتړو دسيسو ته په اشارې سره وويل، د حسيني (ع) اربعين د زائرينو بې مثاله او نه تعريفېدونکې حماسې د اسلام عظمت او د مسلمانانو وحدت او يووالي ته نوې جلوه ورکړه.

ولسمشر روحاني له دې مخکښې د عراق ولسمشر برهم صالح او وزيراعظم عادل عبدالمهدي ته په يو پېغام کښې د حسيني (ع) اربعين د زائرينو د پوره امنيت د ټينګولو او د هغوي د مېلمستيا لپاره د دغه هېواد د ټولو خلقو، چارواکو، عالمانو او په خاصه توګه د مرجعيت د کوششونو قدرونه وکړه

هم دې ورځپاڼې بیا د ایران له لارې د عراق کربلا ته د تلونکو پاکستاني زیارتوالو په تګ کښې د ډیر زیاتوالي خبر هم ورکړی او لیکلې یې دي چې د روان ۲۰۱۹ کال د اګست له ۲۳ نه د اکتوبر تر ۱۹ پورې ايران سيستان او بلوچستان صوبې ته د کربلای معلی پاکستاني زائرينو راتګ د تېر کال په نسبت ۷۲ فيصده زيات شوی دی.

ورځپاڼې د دې خبر په تفصیل کښې لیکلې دي چې د ايران د سيستان او بلوچستان ولایت د لارو او ټرانسپورټ د عمومي ادارې سرپرست «ايوب کُرد» په دې خبرې سره چې په دغه موده کښې يو لک نهه زره اته سوه درې پنځوس پاکستاني زائرين د ميرجاوې پوله ايز ګېټ څخه ايران ته داخل شوي دي، واضحه کړه، د وروستيو شمېرنو له مخې په دغه موده کښې له دوه پنخوس زرو زيات پاکستاني زائرين د بسونو په ذريعې سره د ميرجاوې پوله ايزې سيمې ته داخل شول.

هغه زياته کړه، همدارنګ په دغو ورځو کښې له اوۀ پنځوس زره او څلور سوو نه زيات پاکستاني زائرين پياده د ميرجاوې پوله ايزې سيمې ايران ته داخل شول چې وروسته په يو زر درې سوه شپږو ايراني بسونو سره دايران لويديځو پولوته رسول شوي دي.

**

کابل چاپ:

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې تر ډېره د جمهوري ریاست انتخاباتو د لومړنیو پایلو ځنډېدو او تر خوا یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنو ته ځانګړي کړي او په دې موضوعاتو یې تبصرې لیکلي دي.

 

ماندګار:

ماندګار نادولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون که څه هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو له کبله بښنه وغوښته، خو دا یې ډاګیزه نه کړه چې بالاخره ابتدائیه پایلې کله اعلانوي.

ورځپاڼه لیکي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دوو مخکښو ټیمونو د بري اعلان د یو شمېر نورو نوماندانو اندېښنه را پورته کړې چې هڅه کوي د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راولي، درغلۍ ته زمینه برابره کړي او بالاخره د رڼو پایلو پر ځای له درغلۍ ډکه نتیجه اعلان شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې د انتخاباتو د رڼو پایلو په اعلان ټینګار کړی او لیکي، په دې وروستیو کې اندېښنې څرګندې شوي چې د یو شمېر نوماندانو ناظرین د کار پر مهال د کمېسیون د کارکوونکو لپاره مزاحمت جوړوي او ان ډېر ځله یې په کارونو کې لاسوهنه کوي.

سرمقاله لیکوونکی زیاتوي، دا کار د دې سبب شوی چې د کمېسیون کارونه وروسته پاتې شي.

د ورځپاڼې له قوله، د رڼو پایلو د اعلان لپاره مهمه ده چې هر لوری خپله بې‌طرفي وساتي او پر ځای د دې چې د کارونو د ځنډ او خنډ سبب شي، باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي چې هر څه ژر د خلکو ارادې ته په احترام پایلې اعلان کړي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې "د ملکیانو د وژنې روښانه هدف" تر سرلیک لاندې لیکلي، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو برید د افغانستان د خلکو د قربانۍ روښانه بېلګه ده.

ورځپاڼه لیکي، ترهګرې ډلې له افغانانو قرباني اخلي او روښانه هدف هم یوازې د خلکو وژل دي.

د سرمقاله لیکوونکي له قوله، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې طالبانو ته د ځانمرګو بریدونو لومړنۍ روزنه القاعده ډلې ورکړه او طالبانو دا کار عملي کړ، نو له همدې کبله طالبان په هېڅ د دې ډول پېښو له مسؤلیت منلو څخه ځان نه شي ژغورلی.

ورځپاڼه زیاتوي، هغه ډلې چې ځانمرګي بریدونه کوي، ښکاره ده چې دا عمل ورته روا ښکاري.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم ملکي مرګ ژوبله ملي غمیزه یاده کړې او لیکي، د ملکیانو مرګ ژوبله له چارواکو تر سیاستوالو او مدني فعالانو ټول غندي او ان په نړیوال سټېج کې هم دا ډول پېښې له سخت غبرګون سره مخ کېږي، خو ایا یوازې خواخوږي دې ستر ناورین ته د پای ټکی کېښودلی شي؟

ورځپاڼه لیکي، حکومت تر ټولو ستر مسؤلیت لري چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي، ځکه د حکومت مشروعیت په همدې ټکي کې نغښتی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه

کمنټونه