Oct 21, 2019 16:10 Asia/Kabul
  • چین کښې شیانګ شن نومې امنیتي غونډه پیل شوه

شیانګ شن نهمه امنیتي غونډه د چین د ولسمشر د پيغام په لوستل کیدو او د ایران په شمول د نړۍ د اویا هیوادونو د استازو په شتون سره په بیجنګ ښار کښې پيل شوه.

د چین ولسمشر شي جین پینګ شیانګ شن غونډې ته په خپل پيغام کښې وویل: بیجنګ په سیمې او نړۍ کښې د پایدارې صلحې او ګډ امنیت په ټینګولو او د خبرو اترو له لارې په پرمخنګ او ملګرتیا باندې ژمن دی.

د چین ولسمشر هم داشان د آسیا لوې وچې او آرام سمندر د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې له پیچلو امنیتي ګواښونو سره په مخامخیدنه کښې د ملګرو ملتو په چورلیزتوب نړیوال سیسټمه ملاتړ وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د لوې درستیزولۍ د مرستیال مهدي رباني په سرپرستۍ د ایران لوړ رتبه پلاوی هم په دغه کانفرنس کښې ګډون کړی دی.

شیانګ شن نړیواله غونډه به چې هدف یې په امنیتي چارو، د هیوادونو ترمینځ په اړیکو او په آسیا لویه وچه او د ارامه سمندر (پیسفک اوشن) په سیمه کښې د امنیتي خطرونو د مدیریت او نړیوال نظم په موضوعاتو په هکله د نظر تبادله ده، درې ورځې دوام ولري.

شیانګ شن د بیجنګ ښار په شمال کښې یوه ډیره ښایسته او غرنۍ سیمه ده چې معنا یې ده (خوشبویه غر).

 

ټیګونه

کمنټونه