Oct 22, 2019 13:49 Asia/Kabul
  • ټرمپ وړاندې  هم د عربستان باچا ته ویلي وو تاسو  د عربستان د پوځ لګښت ورکولو ته مجبوره یاست .
    ټرمپ وړاندې هم د عربستان باچا ته ویلي وو تاسو د عربستان د پوځ لګښت ورکولو ته مجبوره یاست .

زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په نوی مرکې کښې یو(۱) ځل بیا د سعودی عربستان سپکاوی وکړ .

ټرمپ یوځل بیا سعودی عربستان ته له سپکاوی په ډکې لهجې کښې وویل عربستان له پیسو پرته بل هیڅ شی نلری .

د امریکا ولسمشر ټرمپ زیاته کړه سعودی عربستان له ځان څخه د واشنګټن د ملاتړ لګښت ورکوی .

له دې مخکې هم د  امریکا ولسمشر ټرمپ د سعودی عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز ته خبرداری ورکړی وو چې د واشنګټن له پوځی ملاتړ پرته نشئ کولای له دوو(۲) اونیو څخه زیات په واک کښې پاتې شئ .

ټرمپ وړاندې  هم د عربستان باچا ته ویلی وو تاسو  د عربستان د پوځ لګښت ورکولو ته مجبوره یاست .

 

ټیګونه

کمنټونه