Oct 23, 2019 05:57 Asia/Kabul
  • هندي پروفیسرانو په کشمیر کښې د پوځي حکومت د ختمیدو غوښتنه کړې ده

د هندوستان د مختلفو پوهنتونونو ۱۳۲ استاذانو د دغه هیواد وزیراعظم ته د یو لیک په ورلیږلو سره تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د پوځي حکومت دوام غیرانساني وباله.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي، په دغه لیک کښې چې د هندوستان ۱۳۲ پروفیسرانو لاسلیک کړی، ټینګار شوی چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د پوځي حکومت دوام غیرقانوني دی او باید لغو شي.

هندي استاذانو هم داشان د خپل هیواد له وزیراعظمه وغوښتل چې د کشمیر د خلکو د نظربندۍ او کلابندۍ په ختمولو سره دا فرصت رامینځته کړي څو د دغې سیمې اوسیدونکي د خپل برخلیک په هکله په آزاده توګه فیصله وکړي.

په کشمیر کښې د هندوستان له خوا د پوځي حکومت د پيلیدو او ګرځبندیز نن اتیایمه ورځ ده.

 

ټیګونه

کمنټونه