Oct 28, 2019 12:18 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۶-۸-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

ګرانو دوستانو دې ته په پام سره چې د تعطيلاتو په وجه د تهران چاپ اکثر ورځپاڼې نه دي چاپ شوي البته ځينو ورځپاڼو په خپلو سائيټونو کښې آنلائن خبرونه خپارۀ کړي دي

په دغو اکثرو ورځپاڼو په خپلو آنلائن ايډيشنونو کښې د صفرې د مياشتې د اتويشتمې يعنې د خداے د ګران رسول (ص) حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت د ګران نمسي حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت په مناسبت د ايران په اسلامي جمهوريت او د نړۍ په مختلفو هېوادونو کښې د غم او وير د مراسمو خبرونه ورکړي دي.

ورځپاڼې ليکي : د ایران د اسلامی جمهوریت  پشمو ل د نړۍ زیاتره هیوادونه د  اسلام دګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص) د رحلت  او د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د شهادت په شپه او د ورځې په ویر او  ماتم کښې ډوب وو او  په دې  مناسبت  دستورې جوړې شوې وې .

 

په دې مناسبت  د اهل بیت علیهم السلام  مینه والو  وینا و الو د  اهل بیت علیهم السلام  په سیرت او ځانګړتیاؤ او  دهغوی  په غوره   اخلاقو او رودو رڼا واچوله او مینه وال هم ورځینې خپل زړونه خړوب کړل .

په دې مناسبت درست ایران کښې  په خاصه توګه د حضرت امام رضا علیه السلام ، حضرت بی بی معصومه سلام ا.. علیها په سپیڅلو حرمونو  ، جوماتونو ،امامباړو  او نورو سپېځلو ځايونو کې په دې اړه   دغم او ویر دستورې جوړې شوې  او عزداري ترسره شوه.

-----------

 د تهران چاپ ايران ورځپاڼې په خپل ننني آنلائن ايډيشن کښې د ايران د خارجه وزير له قوله وليکل: د دوکه ورکونکو ادعاګانو په اپوټه د امريکې نوي مقررات د ايران د عامه خلقو په خلاف اقتصادي ترهګرۍ زياتوي.

 محمد جواد ظریف وویل د امریکې دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپئو مخکې دغه توهم بیان کړے ؤ چې که چرې د ایران خلق غواړي د خوړلو لپاره یو څه ولري نو باید  امریکې ته تسلیم شی او اوس د امریکې د خزانې وزارت نه یوازې په خوړو بلکې ایران ته د درملو په واردیدو هم بندیز لګولی دے .

د امریکې د خزانې وزارت وړمه ورځ وویل ایران ته د خوراکی موادو او د درملو د صادریدو د اسانتیا لپاره یې نوے مکانیزم رامینځته کړے دے .

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير سره د يمن د انصارا... غورځنګ د وياند محمد عبدالسلام کتنه او خبرې اترې بيان کړي دي او ليکي: محمد جواد ظريف په دغه کتنه کښې وويل: د یمن په خلاف د تقريباً پینځه کاله تپلی جنګ او کلابندۍ له کبله په سختو حالاتو باندې د خواښینۍ په څرګندولو سره د عامه وګړو د وژلې د خاتمې ته  د رسیدو او د کلابندۍ دختمیدو غوښتنه وکړه .

محمد عبدالسلام هم په کتنې کښې یوځل بیا د یمن له خلقو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د انسان دوستانه مرستو او سیاسی ملاتړونو قدرونه وکړه .

-----------

د تهران يوې بلې آنلائن ورځپاڼې جام جم د امريکې د ولسمشر له قوله وليکل: ابوبکر البغدادي د سپي په مرګ مړ شو. ډونالډ ټرمپ وويل، البغدادي په يو ټونل کښې ځان وچاوۀ او ووژل شول. ټرمپ زیاته کړه په داسې حال کښې چې په دغه ځان وژونکې پېښه کښې د ابوبکر البغدادي يو شمېر نور ملګري هم هلاک شول په دغو عملیاتو کښې امريکائي ځواکونو ته هيڅ زيان نه دے رسېدلې.

د يادونې ده چې د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کښې د داعش د سرغنه البغدادي د وژل کېدو خبر ورکوي چې هغه خپله د امريکې د انتخاباتو په تبليغاتو کښې ويلي وو چې داعش ترهه ګره ډله امريکې جوړه کړې ده. خو ځينو شناندو ويلي دي چې په داسې حال کښې چې د سوريې فوځي او ولسي ځواکونه هغو سيمو ته ننوتلي وو چې کوم ځاے د داعش ترهه ګرې ډلې اډې دي نو امريکې له دې ويرې چې هسې نه ابوبکر البغدادي د سوري ځواکونو په لاسو ژوندے ونيول شي نو ټول رازونه به په ډاګه شي نو هغه يې ووژۀ.

-----------

اوس به راشو د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته د دغه هېواد چاپ جنګ ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل، په پاکستان او د دنيا په نورو هېوادونو کښې پاکستانيانو او کشميريانو په کشمير باندې د هند د قبضې د دوه اوياکلنۍ په موقع لاريونه او غونډې وکړې او د هند له کنټرول نه د کشمير په آزادۍ يې تاکيد وکړ.

ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: پاکستان به په هر مېدان کښې د کشميريانو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زياته کړه، هند ملګرو ملتو د قراردادونو باوجود له دوه اويا کلونو راهسې په کشمير قبضه کړې او د دغې سيمې د خلقو د خپل برخليک ټاکنې حقوق يې ترپښو لاندې کړې دي. عمران خان زياته کړه کوم خلق چې په کشمير کښې د جهاد، حملې او وسلې اوچتولو خبرې کوي هغوي د کشمير او پاکستان دښمنان دي.

----------

د پاکستان چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل: د دغه هېواد جمعيت علمای اسلام د مشر فضل الرحمان په مشرۍ د پاکستان د عمران خان د حکومت په خلاف آزادي نومې لاريون له کراچۍ څخه شروع شو. دغه لاريو چې پکښې د مسلم ليګ نواز څانګې او پيپلز ګوند په شمول د پاکستان د حکومت د نورو مخالفو ګوندونو پلويان ګډون کوي د اکتوبر په نهويشتمه به د دغه هېواد پائېتخت اسلام آباد ته داخليږي. د پاکستاني رسنيو له مخې که څه هم حکومت دغه لاريون ته د قانون په چوکاټ کښې او پرامنه توګه اجازت ورکړے دے خو خبردارے يې ورکړے چې د هر ډول غېر قانوي اقدام سره سخت چلند کولې شي.

--------

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل، د پاکستان حکومت یو ځل بيا د هند وزيراعظم ته د سفر لپاره د پاکستان له فضائي حددود څخه د تېرېدو اجازه ورنکړه. د يادونې ده چې د هند وزيرعظم نرېندر مودي د روان اکتوبر د مياشتې په نهويشتمه نېټه په سعودي کښې په يوه غونډه کښې د ګډون لپاره په سفر کښې د پاکستان له هوائي حدودو څخه تېرېدل غواړي خو پاکستان ورته اجازه نه ورکوي.

------

اوس به هم د کابل چاپ وېسا ورځپاڼه راواخلو. دغې ورځپاڼې ليکلي دي: کابل ته د امریکایي چارواکو تر پرلپسې سفرونو یوه اونۍ وروسته د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته په سفر ورغلی او د حکومت له مشرانو سره یې لیدلي دي.

زلمي خلیلزاد، چې په کابل کې له یوشمېر افغان سیاستوالو سره هم مجلس کړے له طالبانو سره د سولې مذاکراتو بیا پیل، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یوه جامع لېسټ پرجوړېدو او ګڼو مسایلو یې خبرې کړې دي.

 

د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر سیدحامد ګیلاني چې له خلیلزاد سره یې مجلس کړی وايي، چې کابل ته د زلمي خلیلزاد د سفر اصلي هدف د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو د بیا پیل پر څرنګوالي بحث دی.

سیاسي ګوندونه وايي، چې خلیلزاد هڅه کوي د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو او سیاسي احزابو سره د سولې په تړاو سلا مشورې وکړي.

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر سیاستوالو له خلیلزاد سره په ناسته کې د سولې خبرو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې او د خبرو د بیا پیل هرکلی یې کړی دی

ورځپاڼې بيا د افغانستان د مشرانو د جرګې په حوالې سره ليکلي، د سولې د خبرو په اجنډا کې باید اوربند لومړیتوب ولري. د مشرانو جرګې غړي وايي سوله د افغانانو اړتیا او غوښتنه ده، خو افغان حکومت او خلک باید د سولې پروسې له ټولو جزئیاتو او پرمختګونو څخه خبر اوسي. په ورته مهال د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښمن دي.د مشرانو جرګې غړي وايي، په کابل کې د هدفي وژنو پېښې زیاتې شوې دي، خو امنیتي بنسټونو یې د مخنیوي په برخه کې پرېکنده اجرات نه دي کړي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې د کنړ د والي له قوله ليکلي: په کونړ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته شوې رامنځته شوې ده.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمیم د دغې نښتې پخلی کړی خو د تلفاتو په اړه یې معلومات نه دي وړاندې کړي.

د والي په خبره، لومړى د ډيورنډ کرښې سره د پاکستاني ځواکونو له خوا نظامي تحرکات شوي چې عامو خلکو او افغان امنيتي ځواکونو يې پروړاندې غبرګون ښودلى او مخنيوى يې کړى دى.

وېسا ورځپاڼې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواکه کمېشن له قوله وليکل: د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانېږي.

ورځپاڼې بيا د انتخاباتو په کمېشن باندې په نيوکې سره وليکل: د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا په خپل لاس جوړ کړی طرزالعمل تر پښو لاندې کړ او وايي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د عقرب په ۲۳مه اعلانوي.

کمېسیون که څه هم پرېکړه کړې وه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د میزان یا تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه اعلانوي، خو له دې نېټې د ۱۰ ورځو له تېرېدو وروسته یې د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د ولسمشرۍ  د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به د عقرب یا لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه اعلان شي.

---------

 

 

ټیګونه

کمنټونه