Nov 11, 2019 14:25 Asia/Kabul
  • د انګلستان حکومت له استازیو جاسوسۍ کوی

زمونږ خبریال وایی د بریتانیا کورنۍ استخباراتی اداره ایم ایی فایو (MI5) د ولسی جرګې هاوس اف کامنز( House of Commons,) د غړو د ټیلی فون خبرې اوری .

د بریتانیا میررر ( Mirror) ورځپاڼې راپور ورکړ د دغه هیواد کورنۍ استخباراتی اداره ایم ایی فایو (MI5)د روسیې د هیکرانو په وړاندې د حفاظت په توجیه سره د ولسی جرګې د استازیو د موبایئل ټیلی فونونو دخبرو اترو اوریدل پیل کړی دی .

د انګلستان دپارلمان د استازیو د دغو خبرو اترو اوریدل په داسې حال کښې ترسره کیږی چې همدا اوس په بریتانیا کښې د روسیې د هکرانو د اینټرنیټ د حملې په هکله هیڅ خبر نه دی خپور شوی او ایم ایی فایو هم د پارلمان د استازیو د موبائیل ټیلی فونونو د خبرواترو د اوریدو د پروګرام په هکله هیڅ جزیات نه دی وړاندې کړی .

د انګلستان د پارلمان استازیو په دې هکله خپل شخصی او سیاسی ارتباطات ځنډولی دی .

د بریتانیا چارواکی  تل روسیه پټو اطلاعاتو ته  د لاسرسی لپاره په غیرقانونی هڅې تورنوی خو تراوسه یې د خپلو ادعاګانو د ثابتولو لپاره هیڅ سند نه دی وړاندی کړی .

د روسیې چارواکو تل د بریتانیا په شمول د اروپایی هیوادونو په انتخاباتو کښې لاسوهنه او هرډول غیرقانونی اینټرنیټی اقدام دروغ بللی دی .

 

کمنټونه