Nov 12, 2019 14:31 Asia/Kabul
  • د بولیویا مستعفی ولسمشر میکسیکو ته ولاړ

د میکسیکو خارجه وزیر مارسلو ابرارډ پرون ویلی وو چی مورالس له دغه هیواده د کډوالیدا غوښتنه کړی ده او میکسیکو سیټی هم له دغې غوښتنې سره موافقت کړې دې .

د رویټرز خبری اژانس له راپور سره سم  د بولیویا مستعفی ولسمشر مورالس نن په ټویټر کی ولیکل چی میکسیکو ته روان دې خو ژمنه یې وکړه چی ډیر ژر به په ډیرقدرت او انرژۍ سره بولیویا ته ستون شی .

د میکسیکو خارجه وزیر مارسلو ابرارډ پرون ویلی وو چی مورالس  له دغه هیواده د کډوالیدا غوښتنه کړی ده او میکسیکو سیټی هم له دغې غوښتنې سره  موافقت کړې دې .

مورالس په بولیویا کی د اعتراضونود زیاتیدا په غبرګون کی د نومبر په ۱۰ نیټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو له بیا ترسره کیدا ملاتړ وکړ او په دغه هیواد کی د امنیت او ارامښت د ټینګولو په خاطر له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه .

 

ټیګونه

کمنټونه