Nov 12, 2019 14:41 Asia/Kabul
  • دحضرت محمدص د زوکړې د جشن په ترسره کیدا د هند بندیز :-

د هندوستان عسکرو تر خپل کنټرول لاندې کشمیر سیمه کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د جشن او د وحدت د اونۍ د ترسره کیدا مخه ونیوله .

د هندوستان حکومت د دغه جشن د ترسره کیدا د مخه نیولو په توجیه کښې په جمو او کشمیر سیمه کښې بیړنی حالت پلمه ګرځولی ده  .

دا د هندوستان ترکنټرول لاندې د کشمیر سیمې په تاریخ کښې لومړی ځل دی چې ددغه سیمې خلک د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د نیکمرغه زوکړې د جشن  او د وحدت له لمانځل کیدا منع کیږی .

د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص د جشن له لمانځلو سره دهند دحکومت مخالفت په دغه هیواد کښې د مسلمانانو پرضد د حکومت او د بی جی پی () ګوند د  دولت  د اقداماتو د لړۍ په دوام کښې دی .

د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر سیمې د ځانګړیو اختیاراتو او د کورواکۍ له لغوه کیدا وروسته په دوو(۲) جلا جلا سیمو د هند تر کنټرول لاندې دکشمیر سیمې ویشل او هندوانو ته د «بابری» جومات د ځمکې په کامل ډول ورسپارل  او داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د جشن د ترسره کیدا مخه نیول په تیرو میاشتو کښې په هندوستان کښې د اسلام ضد څلورم (۴) ستر او بې ساری اقدام دی .

په داسې حال کښې چې د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی په دا ډول اقداماتو سره غواړی بهاراتیا جنتا( Bharatiya Janata Party) ګوند ته د سرزورو هندوانو نظر جلب کړی .

حقیقت دا دی چې دا اقدامات د هندوستان د اوسنی حکومت د سترو لیدتوګو په لړ کښې دی چې باوری دی د مسلمانانو او د لږکیو د ځپلو له لارې په نړیوال ډګر کښې په ستر قدرت د هندوستان بدلول نندرې ته وړاندې کړی .

په تیرو څو میاشتو کښې د کشمیر سیمه  د هندوستان د حکومت په سختو تدبیرونو او د دغه سیمې د وسیدونکو په ځپلو سره په یوه(۱) ستر زندان بدله شوی ده .

دغه حالت او د مسلمانانو په هکله ورپسې اقدامات ددې ښودنه کوی چې  د هند دلومړی وزیر ناریندرا  مودی حکومت د لارې دیوې (۱) نقشې او له مخکې څخه د تدوین شوی پروګرام پراساس ګام پورته کوی .

دغه خبره باید هیره نکړو چې د نوی ډیلی لخوا د دا ډول سیاستونو د غوره کولو یو (۱) اصلی علت له یوې (۱) خوا د قدس له نیواکګر رژیم سره د هندوستان نږدې ملګرتیاوې دی  او له بلې خوا د امریکا د اوسنی حکومت اجازه ورکول دی .

البته په تیرو دریو(۳) کلونو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو توکمپالو اقداماتو سره د خپلو متحدانو لخوا د ورته چلند لپاره لاره  هواره کړی ده .

د کشمیر کلتوری فعال «فردوس کشمیر» تسنیم خبری اژانس ته په مرکه کښې وویل په حتمی توګه د اسرائیلو رژیم د اسلام ضد سیاستونه په هندوستان او په کشمیر کښې پلی کیږی او مونږ په  کشمیر کښې د دغه منحوس رژیم د لاس لرلو کتونکی یوو .

په تیرو څو میاشتو کښې د هندوستان د اسلام ضد پروپاګنډې له زیاتیدا او په پرله پسې ډول د اسلام ضد اقداماتو سره سره حقیقت دا دی چې دغه اقدامات کولای شی  داسې هیواد (هندوستان) ته  چې ځان دنړۍ ستره ډیموکراسۍ ګڼی او کلونه کلونه د ناپییلی غورځنګ بیرغوال دی تاوان ورسوی .

د هندوستان دننه او د باندې په لسګونو میلیونه مسلمانانو کښې د ناهیلۍ او د غوسې رامینځته کول که څه هم په لنډه موده کښې  ممکنه ده د نوی ډیلی لپاره کومه پایله ونلری او له زور څخه په کار اخیستلو سره هغه کنټرول کړی خو دغه نه سنجول شوی کړچار به په اوږده موده کښې د هند د امنیت او په سیمه او نړۍ کښې د دغه هیواد د حیثیت لپاره سرخوږۍ رامینځته کونکی وی .

 

ټیګونه

کمنټونه