Nov 13, 2019 17:26 Asia/Kabul
  • د بولیويا په بحران کښې د بهرنۍ مداخلي په اړه د روسیې خبرداری

د روسیي د بهرنیو چارو وزارت د بولیويا په بحران کښې د بهرنیو هیوادونو ته د لاسوهنې د پایلو په اړه خبرداری ورکړ.

د اسپوتنیک خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیي د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګئی ریابکوف د چهارشنبې په ورځ له بهرنیو طاقتونو غوښته وکړه چې په بولیويا کښې له رامینځته شوي بحرانه ناوړه استفاده ونکړي.

ریابکوف وویل: مسکو نه غواړي، په بولیويا کښې د پېښو رامینځته کېدو نه ورسته نا آرامۍ په دغه هیواد کښې دوام ولري.

د بولیويا په انتخاباتو چې د اکتوبر په ۲۰ ترسره شو او چې په کښې مورالس ولسمشر شو د سختو نیوکو او د مخالفانو د تاوتریخوالی او د امریکا د لاسوهني نه وروسته هغه د پوځ له اړخه په استعفا ورکولو مجبور شو.

 

ټیګونه

کمنټونه