Nov 14, 2019 12:10 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځینی نورې نړیوالې نننیۍ ورځپاڼۍ

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه و الو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پیل کې هم د تهران او ورپسې هم ځینی نړیوالې ورځپاڼې درسره شریکې کوو ، نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .

د تهران درستو ورځپاڼو د  اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او د  امامت او ولایت د آسمان دشپږ م ځلانده ستوری  حضرت امام جعفر صادق  علیه  السلام د نیکمرغه  زوکړې او همداراز د  وحدت د اونۍ په مناسبت  د رست اسلامی امت ته مبارکی وئیلی   او اسلامی امت ئې یووالی ،اتحاد ، او انسجام ته بللی دی . تهران ریډیو هم  په دې مناسبت درستو پتمنو اومینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .

          دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده  چې پخپلې نننۍ ګڼې ئې پر نورو مطلبونو سربیره د  وحدت اونۍ ځانګړتیاؤ ته  ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی ، په تهران کې د  اسلامی وحدت دوه ورځنی  نړیوال کنفرانس  ګډون کونکی    د ا سلامی انقلاب د ارواښاد لارښود او د وحدت اونۍ   دنومونې  د نوښتګر حضرت امام خمینی  حرم ته تللی او له هغوی سره ئې  خپل بیعت نوی کړی او هوډ ئې کړی  چې  د  اسلام د ګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص)  د نیکمرغه زوکړې  په مناسبت  په پروګرامونو کې به د هغه بزرګوار دسیرت او ځانګړتیاؤ څخه په استفادې سره  د اسلامی امت د یووالی او وحدت  او دغه راز د اسلامی مذهبونو دیووالی او انسجام لپاره پخپلو ټاټوبو کې  هیڅ هڅه ونه سپموی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د وحشی صهیونیسټی رژیم  له خوا د  فلسطین دغزې  دمظلومو خلکو  پر کورونو د بې آمانه او وحشی ډوله  حملو او توغندوئی   بریدونو سره خپلو جنایتونو ته د وام ورکړی او وئیل  کیږی ، چې   په دغو جنایتونو کې د فلسطینیو شهیدانو شمیر  هم څه دپاسه څلویښتو تنو ته رسیدلی او دغه راز په سلګونو نور ټپیان شوی دی  . البته  ددغو جنایتونو په ځواب کې  د فلسطین دمبارزو ډلو  توغندوی یونټونو هم د نیواکی فلسطین  دتل ابیب پشمول په بیلابیلو ښارونو اوښارګوټو په سلګونو توغندی ویشتی او وئیل کیږی ، چې درندې  مرګ ژوبلې او تاوانونه ئې اړولی دی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د عراق د صدر غورځنګ مشر مقتدا صدر  دعراق پر مظاهره چیانو غږ کړی ،  د امریکا د لاسوهنو او د هغو د دسیسو په باب دې  ځیر او هوښیار ووسی .

د بولیویا  د مشرانوجرګې    ۵۲ کلنې   مشرې میرمن جینین آنیّز  ځان ، د لاطینی امریکائی ددغه هیواد   موقته ولسمشره  ګڼلې ، په داسې حال کې  چې ددغه هیواد    ولسی  ولیسمشر مورالیس  له استعفی وروسته  چې میکسیکو ته تللی ، ژمنه کړې  خپلو سیاسی مبارزو ته به دوام ورکړی .

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په همداوروستیو کې  د خپل دفتر موقته مشر د هغه د  مواخذې  د څیړنو  په  مینځومیان کې  د   خ پلو تیروتنو په سر   په ویستلو  وګواښۀ

          دا هم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې  ئې لیکلی دی ، د  سورئې ولسمشر بشار اسد  د روسیې  له یوه ټیلیویژنی چینل سره په   مفصلو خبرو کې په لومړی ځل  وئیلی دی ، سعوډی عربستان او قطر له هغه غوښتی د پنځلس میلیارډ ډالرو  د اخستو په بدل کې دې  د مدیترانې  سمندر په لور  دسورئې  له خاورې څخه د  ایران دتیلو  دپایپ لاین د تیریدو  لپاره دې د ایران له غوښتنې  سره مخالفت وکړی  که د اسې نه وی ،نو بیا دې  داخلی جنګ ته تیار شی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ، دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګ مشرانو  د خپل یوه لوړپوړی قوماندان د ترور په غبرګون کې تل ابیب ښار د ارواؤ  په ښار بدل کړی  په دې توګه چې  صهیونیسټان و ائی  په هرو پنځو تر اوو دقیقو کې  یو توغندی د نیواکی ټاټوبو په لور  توغول کیږی  چې د هغوی ژوند ئې تر  ډیره حده تریخ کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې وئیل کیږی  ملګری ملتونه او ځینی نور هیوادونه   دغزې  دجنګ  ددرولو په موخې سره  په مینځګړیتوب پسې شوی ډی .

سکائی نیوز خبری چینل راپور ورکړی ، ځینو داعشی بندیانو ورسره په خبرو کې وئیلی  دی ،  ددغې ترهه ګرې ډلې  دتینک ټینک ځینی  مهم مشران  او مفکران  هماغه راز آزاد ګرځی  البته دهغوی  مقصد   هماغه راز مشخص نه دی او د پاتیکیدو ځای ئې ورک شوی دی .

د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون وئیلی دی ،  نړیوال نظام  له یوه بې مخینې  بحران سره مخامخ  شوی دی .

   ورځپاڼې په دوام  کې بیا  لیکلی دی ، د افغانستان  کابل یو ځل بیا سختو چاودنو لړزولی دی.  داپه   داسې  حال کې دی چې دامریکا لوړپوړو  سیاسی اوپوځی چارواکو یو ځل بیا وئیلی دی ، د ا فغانستان د ولسمشرۍ  د انتخاباتو له نتیجو   وروسته به بیا له طالبانو ډلې سره د  روغې جوړې خبرې اترې پیل کړی .

دا هم د تهران چاپ  ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې لیکلی دی ،د ا سلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  قدس او فلسطین د اسلامی امت  یوه تر ټولو مهمه موضوع بللې او ووئیلی دی ،فلسطین او قدس شریف به داسلامی امت په اتحاد او انسجام نتیجې کې بیرته آزاد شی  او  دسیمې  ملتونه او حکومتونه دې ځیر ووسی چې  امریکا او وحشی نیواکګر صهیونیسټی رژیم هیڅکله د  سیمې او په تیره بیا  داسلامی نړۍ دوست او ملګری نشی کیدلی .  

ورځپاڼې بیا لیکلی دی ، د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر مرستیال اسحاق جهانګیری  پرون د  ایران د آذربایجان شرقی ولایت ته تللی او د زلزله ځپلو  خلکو د کړاؤ او  دردونو دکمولو په خاطر ئې  له  هغوی سره  همدردی کړې او وئیلی ئې دی ، حکومت  په نظر کې لری  چې  تر راتلونکی  اوړی پورې د درستو زلزله ځپلو کورونه داسې جوړ کړی ، چې د زلزلې له شپو ورځو تر مخکې  وضعیته به هم لاښه  وی  او  هغه  کورنۍ چې په دغې مودې کې  په کرائې  کورونه  نیسی ، نو دهغوی درست لګښت به حکومت ورکړی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،  په داسې حال کې چې دامریکا کانګرس د ترکیې د بایکاټولو د مسودې د برابرولو په حال کې  دی ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  په نیویارک کې د ترکیې له ولسمشر  رجب طیب اردوغان سره د لیدوکاتو په وخت هغه  ته د سل میلیارډ ډالری تړون  وړاندیز کړی دی .

دلبنان  د بیروت پشمول په ځینو نورو ښارونو کې   دحکومت  داقتصادی سیاستونو په ضد سوله ایزې مظاهرې  هماغه راز دوام لری .

داپه داسې حال کې دی چې د لبنان دپارلیمان مشر نبیه بری   دنوی حکومت دسملاسی جوړولو غوښتنه کړې ده .

د تیونس  د النهضه غورځنګ  مشر  راشدالغنوشی ددغه هیواد دپارلیمان  مشر وټاکل شو .

 د پاکستان د  جمعیت علمای اسلام ف څانګې  او د حکومتی  مرکچی ټیم ترمینځ   خبرې اترې ناکامې شوی او  په اسلام اباد کې  په لسګنو زره پرلتۍ وهونکو  ګواښ کړی ، چې په درست هیواد کې به  سترې لارې وتړی او   دحکومت  د ګاډی د څرخ د څرخیدو  مخنیوی به وکړی .وئیل کیږی ، د مولانا فضل الرحمن  په فرمان سره  په اسلام آباد کې  له تیرو څوارلسو ورځو راهسې  پرلتۍ وهونکی په لسګونو زره خلکو پرلتۍ  پای ته رسولی او  خپلو خپلو سیمو ته خوځیدلی څو  د هیواد سترې لارې وتړی او دحکومت  تر اسعتفی پورې خپل دغه  غورځنګ او اعتراضونو ته دوام ورکړی .

******************

      اوس هم راګرځو ځینو هغو نړیو الو ورځپاڼو ته د افغانستان په باب ئې لیکنې کړی دی،(البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل د ریځونه دی)

  یو شمېر لویدیځی رسنیو په افغانستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو د نتایجو اعلانېدو ته پام کړی دی.

ډېلی مېل ورځپاڼې لیکلی، د افغانستان د  ولسمشرۍ  د انتخاباتو د نتایجو اعلان دوهم ځل ځنډېدلی او احتمال شته چې له کبله یې سیاسی بې ثباتی رامینځته شی او د درغلیو تورونه ډېر شی.

د تلې یا میزان میاشتې  د شپږمې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د طالبانو د تهدیدونو تر سیوری لاندې شوی دی .

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لومړی ویلی وو چې د انتخاباتو ابتدایی نتایج به د میزان په ۲۷  نېټه اعلان شی، خو ونه شول . کمېسیون د نتایجو د اعلان نېټه د عقرب د میاشتې  ۲۳  یاده کړې ، خو بیا هم وځنډول شول.

=      واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کابل کې پرونۍ خونړۍ حملې ته پام کړی چې ګڼو ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

په مقاله کې راغلی، داسې ویل کیږی د چهارشنبې ورځې (عقرب ۲۲مه) د حملې هدف د کاناډایی امنیتی شرکت (ګاردا ورلډ) زغره وال موټر وو.

په مقاله کې راغلی چې دا خونړۍ حمله د افغانستان د حکومت له خوا د یوه مهم اعلان په سبا وشوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د سه شنبې په ورځ  ویلی، پرېکړه یې کړې چې د انس حقانی په ګډون د طالبانو درې لوړپوړی غړی په مشروط ډول خوشی کړی.

په مقاله کې راغلی، ولسمشر غنی هیله څرګنده کړې چې دا اقدام به د سولې خبرو د پیل او د امریکایی پوهنتون د دوو استادانو د راخوشی کېدو لامل شی.

امریکایی کېوین کېنګ او اسټرالیایی ټیموتی ویکس د افغانستان امریکایی پوهنتون کې د انګلیسی ژبې استادان وو او په ۲۰۱۶ میلادی کال کې طالبانو په کابل کې وتښتول.

=        نیوز ټریبیون ورځپاڼې په کابل کې د تېرې ورځې برید په اړه لیکلی چې په دې حمله کې کوچنیان هم وژل شوی دی.

په مقاله کې راغلی چې دوه کوچنی زده کوونکی چې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ او د هغې ۷ کلن ورور له خپل پلار سره د ښوونځی پر لور روان وو او په سیمه کې چاودنه وشوه.

د مقالې لیکوال لیکلی چې له چاودنې غلیظ دود پورته شو او ساحې ته امبولانسونه ورسېدل. په مقاله کې راغلی چې دا صحنې د کابل ښاریانو او نورو افغانانو ته ډېرې اشنا دی.

 

ټیګونه

کمنټونه