Nov 14, 2019 12:33 Asia/Kabul
  • فلسطین او قدس د اسلامی نړۍتر ټولو مهمې موضوعګانې دی

د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې فلسطین باید د همدغې سیمې د اتل مسلمانو او فلسطینیانو په لاس آزاد شی ، زیاته کړې ،ځوان نسل باید درک کړی ، چې ا مریکا د سیمې د ملتونو اومسلمانانو هیڅکله هم دوست نشی کیدلی او دسیمې د مشکلاتو اوستونزو حل باید د دسیمې د ملتونو په وسیله حل شی .

زمونږخبریال راپورراکړ  داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  نن  په تهران کې د اسلامی وحدت د درې دیرشم نړیوال کنفرانس  په پرانیستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې روښانه کړې ، داسلامی نړۍ عمومی افکار به  اجازت ورنکړی  چې د فلسطین او قدس موضوع  هیره شی .

ډاکټر حسن روحانی  د اسلامی نړۍ د ویښتیا او هوښیارۍ په سیوری کې د امریکا او صهیونیسټ رژیم  دسیاستونو ناکامۍ ته په اشارې سره  روښانه کړې ، د افغانستان د   مظلومو خلکو وژلې ،  د یمن دبې څوکه ولس وژلې   او په اسلامی هیوادونو کې د اختلاف او درز  رامینځةکول ،  په سیمې کې د امریکا د سپیرو  دسیسو  اغیزې دی .

Image Caption
Image Caption

 

 د اسلامی ایران ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې  فلسطین باید  د همدغې سیمې د اتل مسلمانو او فلسطینیانو   په لاس آزاد شی ، زیاته کړې ،ځوان نسل باید درک کړی ، چې ا مریکا د سیمې د ملتونو اومسلمانانو  هیڅکله هم  دوست نشی کیدلی  او دسیمې د مشکلاتو اوستونزو حل  باید د  دسیمې د ملتونو  په وسیله حل شی .

 داسلامی ایران ولسمشر  له صهیونیسټ رژیم  سره د ځینو اسلامی هیوادونو  په سازباز  او دمسلمانو ملتونو او د مقاومت د چورلیز  په ضد ددغه وحشی رژیم  له اطلاعاتی  امکاناتو څخه  په استفادې  دخواشینۍ په ښودلو سره ټینګار کړی ، اسلامی ایران  د فلسطین دمظلوم ملت  څخه په دفاع کې له امریکا او صهیونیسټ رژیم  سره د مقابلې په لومړنۍ لیکې  کې دی .  

د اسلامی ایران ولسمشر  په دغو دستورو کې د اسلامی مذهبونو د نزدې والی د نړیوالې ټولنې  د غوره دولسو کتابونو مخ  کتنه هم وکړه .

 له مسجد الاقصی څخه په دفاع کې  داسلامی امت د وحدت  په شعار سره د  اسلامی وحدت  په مناسبت  درې دیرشم نړیوال  کنفرانس  د نړۍ  د نوی هیوادونو د څه دپاسه  څلور سوه میلمنو ، عالمانو اومتفکرانو په شتون سره په تهران کې  نن پیل شوی  او تر شنبې ورځې پورې به د وام ولری.

 

ټیګونه

کمنټونه