Nov 14, 2019 13:02 Asia/Kabul
  • اسلامی وحدت د ورځې یو ضرورت دی

د افغانستان د هرات ولایت د اوقافو او حج د چارو د ادارې مشر مولانا سید محمد شیرزادی هم په دغه سیمنار کې اسلامی ایران د افغانستان یو دوست او ورور ګاونډی هیواد وبالۀ چې له یوه بل سره په غم او دک درد کې شریک دی .

 زمونږخبریال  له کابله راپور راکړ  له وحدت اونۍ سره په یووخت  دافغانستان  په لویدیځ کې په هرات ولایت کې د اسلامی ایران دکلتوری خونې  په کوربتوب سره  د اسلامی امت د وحدت سیمنار  پرون ترسره شوی دی .

 په هرات کې د ایران  دکلتوری خونې  مسئول مقام رضائی دستجردی په دغه کنفرانس کې  وئیلی دی،نن سبا  داسلام دښمنان هڅه کوی اسلام یو تاؤتریخجن او وینه بهونکی دین معرفی کړی او په دغو شرائطو کې د اسلامی وحدت  په پیاوړتیا کې تر ټولو مهم عامل په نبوی سیرت عمل کول دی .

ټیګونه

کمنټونه