Nov 15, 2019 05:20 Asia/Kabul
  • د اسلام د ګران قدره پیغمبر او د امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد مبارکي ومنئ

نن د ۱۴۴۱ قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور ۱۷ نیټه د رسول الله مبارک او د امامت او ولایت د شپږم ځلانده ستوري د نیکمرغه میلاد کلیزه ده.

د خدای تعالی د وروستي پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او هم داشان د هغوي په لمسیانو کښې د شپږم معصوم امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د نیمکرغه زوکړې په شپه ټول اسلامي ایران په خوشالیو او نور کښې ډوب و.

نن د ۱۴۴۱ قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور ۱۷ نیټه د رسول الله مبارک او د امامت او ولایت د شپږم ځلانده ستوري د نیکمرغه میلاد کلیزه ده.

د شیعه او سني په شمول د ایران د اسلامي جمهوریت د مختلفو سیمو خلکو په رنګا رنګ جنډو او بلبونو د خپلو جوماتونو، کورونو، دکانونو او لارو کوڅو په ښکلې کولو او د دستورو په جوړولو او د شیرنیو په ویشلو سره د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ونمانځله.

د پیغمبر اکرم(ص) د میلاد په جشن کښې د شیعه او سني مسلمانانو ګډون د اسلامي امت د یوزړه توب او پيوستون ښکلې جلوې نندارې ته وړاندې کړې.

د رسول ا... مبارک او هم داشان د امام جعفر صادق علیماالسلام د نیکمرغه زوکړې په شپه او ورځ په ټول ایران کښې د علماؤ د ویناؤ او هم داشان د مداحانو د نعتونو پروګرامونه دوام لري.

نو مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا خپلو قدرمنو اوریدونکو ته په دې مناسبت د زړه له کومې مبارکي وایو.

 

ټیګونه

کمنټونه