Nov 15, 2019 12:50 Asia/Kabul
  • د رسول اکرم او امام جعفرصادق (ع)نیمکرغه زوکړه پرټولو مبارک شه

د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .

د اسلام دګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی(ص) او د حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام  دنیکمرغه زوکړې او همداراز د  وحدت اونۍ  په مناسبت  په  درستې نړۍ کې  پرتمینې دستورې جوړیږی  او خلک خوشالۍ کوی .

 د  ایران ، پاکستان ،هندوستان،افغانستان ،لبنان  پشمول په زیاترو  هیوادونو کې په دې مناسبت ولولناکې دستورې جوړیږی او خلک یوه بل په مبارکۍ وئیلو اود دستورو په جوړولو سره  د اسلام دګران پیغمبر او اهل بیت علیهم السلام د نیک او برکتناک سیرت باندې رڼا اچوی او خپل زړونه ورځینی خړوبه کوی ، راپور ښئ  دپاکستان په اسلام اباد ،لاهور ،پنډۍ کراچۍ  پیښور پاره چنار، کویټه او نورو ډیرو ښارونو کې په دې مناسبت او د وحدت اونۍ  په مناسبت  دستورې جوړې شوی  او سیمنارونه ترسره کیږی .

د تهران ریډیو د پښتو خپرونې  درست کارکونکی  په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه  له کومې مبارکی وائی .

 

ټیګونه

کمنټونه