Nov 15, 2019 14:59 Asia/Kabul
  • د امریکا غوښتنو ته تسلیمیدا،دمشکلاتو راپنځیدا ده

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین قضیې،په یمن ،لویدیځی آسیااو شمالی افریقا کې د خونړیو جنګونو پشمول په اسلامی نړۍ کې موجوده مشکلات او مصیبتونه،د ګډ دښمن په مقابل کې د اتحادته او دغه راز له تیریو د ډډه کولو اصل ته نه پابندی بللې او روښانه ئې کړې ده،نن سبا د ا سلامی نړۍ تر ټولو ستر مشکل ،دفلسطین موضوع ده چې یو ملت ئې له خپلې خونې او وطنه کډه په سر کړی دی .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ولی ا مر مسلمین  حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  نن  دایران اسلامی جمهوری  نظام له مسئولانو د  په اسلامی وحت نړیوال کنفرانس کې  له ګډون کونکو ، داسلامی هیوادونو له سفیرانو او متفکرانو سره په کتنې کې  وفرمائیل ،  د اسلام دښمنانو  او دهغو په سر کې امریکا، د اسلام  له اصل او درستو اسلامی هیوادونو سره مخالفه ده او  د مشکلاتو د حل په توګه  دمونږ په سیمې کې دهغوی وسلې ،په فیصله کونکو او حساسومرکزونو کې  ئې نفوذ،په ملتونو کې ددرز اوتفرقې رامینځةکول ،  او د امریکا په مقابل کې  د تسلیمدا القاء کول داسې اقدامات دی ، چې ددغو نقشو  په مقابل کې  د درملنې  یوازینۍ نسخه ، د حق په لاره کې  روښانه کونې او مقاومت  او دریدا ده .

Image Caption

 

  د مسلمانانو ولی امر د وحدت د مراتبو په بیانولو سره ، د اسلامی نړۍ  په  اتحاد کې  لومړنی  ګام ، تر ټولو وړوکی اقدام ،  په یوه بل له تیریو او ګوزار کولو څخه د اسلامی  حکومتونو ،قومونو او مذهبونو  او ټولنو  ډډه کول او د ګډ دوښمن په وړاندې  اتحاد وبالۀ او  وې فرمائیل ، په لوړو اقداماتو کې  ، اسلامی هیوادونه باید په علم ،شتمنۍ ،امنیت  او اسلامی ماډرن تمن  ته د رسیدا لپاره  په سیاسی قدرت کې   له یوه بل سره   غمغږی ، ملګرتیا او هحې وړی  چې  دایران اسلامی جمهوریت هم  همدا مقصد یعنی،اسلامی ماډرن تمدن ته  رسیدا  خپل نهائی هدف ګرځولی دی .

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین  قضیې ، په یمن ،لویدیځی آسیااو شمالی افریقا کې د خونړیو جنګونو پشمول  په اسلامی نړۍ کې  موجوده مشکلات او مصیبتونه ،د ګډ دښمن په مقابل کې  د اتحادته  او دغه راز له تیریو د ډډه کولو اصل ته نه پابندی بللې او روښانه ئې کړې ده ، نن سبا د ا سلامی نړۍ  تر ټولو ستر مشکل ،  دفلسطین  موضوع ده چې   یو ملت ئې له خپلې خونې او وطنه کډه په سر کړی دی . دوی همداراز  د اسرائیلو د له مینځه وړلو  په باب د حضرت امام خمینی  او د اسلامی نظام دمسئولانو د بیا بیا ټینګارونو  د معنا  د تحریفولو لپاره  د دښمنانو  هڅې ته په اشارې سره  هم ووئیل ؛ مونږ د فلسطین  او دهغود  خپلواکۍ او ژغورنې  پلویان یوو او د اسرائیلو له مینځه وړل  د یهودی ولس  د له مینځه وړلو په معنا نه   دی ، ځکه چې مونږ له هغوی سره هیڅ کار نه لر، هماغه شان چې   د مونږ په هیواد کې  هم د یهودیانو ټولنه  دامنیت په اوج کې ژوند کوی .

Image Caption

 

 د مسلمانانو ولی امر  ټینګار وکړ، دفلسطین ولس  هغه که مسلمان دی او که مسیحیان او یا یهودیان  چې  ددغه ټاټوبی اصلی  خاوندان دی ، باید خپل حکومت پخپله وټاکل شی  او  د نتن یاهو په څیر ، بدماشان لنډیغر او پرَدی  وشړی او خپل هیواد پخپله اداره کړی چې  البته دغه پیښه به زر رامینځةشی.

حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  د اسلامی نړۍ د  روڼ اندو او عالمانو  دنده ډیره مهمه وبلله او ټینګار ئې و کړ، په قدرت سره  دحق دفاع وکړئ او له دښمنه  مه ویریږئ او پوه  شئ چې  ا سلامی نړۍ به په الهی فضل سره  په نزدې راتلونکی کې  خپلې  ځلیدلی  هیلې او امیدونه ووینی .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه