Nov 15, 2019 15:18 Asia/Kabul
  • د مسلمانانو دنجات یوازینۍلاره د اسلام د ګران پیغمبر(ص)پیروی کول دی

د اسلامی ایران ولسمشر په سیمې کې د اسلامی ایران نفوذ ته په ا شارې سره روښانه کړې،په سیمې کې د ایران نفوذد قدرت،پوځی او علمی توانمنیو ا و سټراټژیک جغرافیائی موقعیَت په د لیل نه ده،بلکې دغه نفوذ،د اسلامی انقلاب د بلنې او د هغه انقلاب د نفوذ په خاطر دی،چې زړونه ئې ځان ته جذب کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی ایران ولسمشرحسن روحانی د  امریکا ،صهیونیسټ رژیم او دسیمې د ځینو مرتجعو د تیریو او د درز او تفرقې د رامینځةکولو لپاره د دوی هڅې  په وړاندې د مسلمانانو دنجات او ژغورنې لاره، داسلام دګران  پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)څخه پیروی وبلله

ډاکټر حسن روحانی د اسلامی انقلاب   له معظم لارښود سره د زرګونو میلمنو ،د اسلامی هیوادونود  سفیرانو او متفکرانو  په کتنې کې پخپلې وینا کې  هیله وښودله ،  اسلامی نړۍ  د یوه بل ترڅنګ په ورورولۍ  او اتحاد سره د ډول ډول تیریو او ظلمونو په مقابل کې  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کولی شی .

 د اسلامی ایران ولسمشر په سیمې کې د اسلامی ایران  نفوذ ته په ا شارې سره روښانه کړې،په سیمې کې د ایران نفوذد قدرت،پوځی او علمی توانمنیو ا و سټراټژیک جغرافیائی موقعیَت  په د لیل نه ده،بلکې دغه نفوذ،د اسلامی انقلاب د بلنې او د هغه انقلاب د نفوذ په  خاطر دی،چې  زړونه ئې ځان ته جذب کړی دی .

ډاکټر حسن روحانی   ددې خبرې په کولو سره چې  په عراق او  سورئې کې  د ایران ځواک  د سلاکارانو په عنوان سره  شتون پیدا کړی او خپل ژوند ئې د سیمې دملتونو ترڅنګ  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې  قربان کړی  ،ووئیل؛ ایرانی ماموران او ځواک ،  په  عراق ،سورئې ،لبنان  او هرچرته چې  شتون ولری ، ددوی معیارونه  د ا نسان آزادی ده او مسلمان ، مسیحی ، یهودی ،ترک ،عرب  یا کرد د دوی لپاره یو شان دی . 

ددغې کتنې په پای کې  د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس میلمانو  له نزدې   د  مسلمانانو له ولی  امر  او د  اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره لیده کاته وکړل  او ورسره غاړې وتل .

 

 

ټیګونه

کمنټونه