Nov 16, 2019 06:00 Asia/Kabul
  • د سوریې هیواد  به هیڅکله ونه ویشل شی

زمونږ خبریال وایی د سوریې ولسمشر بشار اسد وویل حکومت به هیڅکله د هیواد له ویشلو سره موافقت ونکړی .

د سوریې ولسمشر بشار اسد د روسیې له څلورویشتم (۲۴) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې داعش ډله د امریکا په غوښتنې سره جوړه شوه او د واشنګټن په ملاتړ سره یې فعالیت پیل کړ وویل امریکا له داعش ترهګرې ډلې څخه د سوریې په پوځ د ګوزار لپاره د یوه (۱) اوزار  په توګه استفاده کوله .

د سوریې ولسمشر بشار اسد زیاته کړه  اسامه بن لادن ، ابوبکر بغدادی او د سپین خولیو() موسس او جوړونکی باید ووژل شی ځکه چې دهغوې د مصرف نیټه پاې ته رسیدلی ده او دوې مهم رازونه لری چې باید ایشوا نشی ځکه چې د امریکا په تاوان ده .

د سوریې ولسمشر بشار اسد د خپل هیواد د کردانو په هکله وویل د سوریې په شمال کښې د ترکیې د سولې دسرچینې په نوم له پوځی عملیاتو وروسته د دمشق د حکومت او د هیواد د کردانو ترمینځ د اړیکو په ښه کیدا سره امریکا هڅه کوی د سوریې دحکومت او د کردانو ترمینځ دخبرواترو خنډ شی او زیاته یې کړه امریکا غواړی کردان له نورو ډلو سره وجنګوی خو له اوه (۷) کاله جنګ وروسته اکثره خلک دسوریې له قانونی حکومت سره د ملګرتیا په اهمیت پوه شوی .

 

بشار اسد د روسیې  او د ترکیې د ولسمشرانو ترمینځ د سوچی موافقې ته په اشارې سره وویل ترکیه باید اوس د سوریې له شمال څخه ووځی .

هغه په سوریې کښې د روسیې شتون له ترهګرو سره مبارزه وبلله او ویې ویل دغه پوځی شتون د نړیوال انډول په چوکاټ کښې دی .

دسوریې ولسمشر بشار اسد په خپل هیواد کښې دامریکا شتون نیواکګرۍ وبلله او ویې ویل په سوریې کښې د امریکا شتون به دمقاومت او په نهایت کښې د امریکا د وتلو او هغې ته د زیاتو تاوانونو د رسیدا سبب شی .

 

ټیګونه

کمنټونه