Nov 16, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • د بریالیتوب اصول کوم دی ؟

زمونږ خبریال وایی تل هغه کسان بریالی وی چې په خپلو ارادو باندې کلک ولاړ وی او په پرله پسې ډول محنت کوی .

بریالیتوب په یوه (۱) ورځ کښې نه ترلاسه کیږی بلکې هغه له کلونو  کلونو هڅې او پخې ارادې  وروسته لاس ته راځی .

که چیرې مونږ د لاندې اتو(۸)اصولو پاې بندۍ وکړو نو ډیر زر په خپلو هدفونو کښې بریالی کیدلای شو .

()

تل مثبت او ستر فکر ولرو .

مونږ چې په ژوند کښې هرڅه ترلاسه کوو نو نیغ په نیغه زمونږ له فکر او سوچ سره تړاو لری او مونږ باید خپل سوچونه او فکرونه لوې کړو.

مونږ باید منفی خیالونه او ویره له ذهن څخه لیرې کړو نو ځکه خو وایې که چیرې فکر(تفکر) وکړو نو ښه نتیجه به ووینو .

()

په اعتدال سره ژوند وکړو .

په ژوند کښې اعتدال یعنی انډول ډیر ضروری دی او یو (۱)غلط او له احساساتو ډک اقدام زمونږ  ټول محنت له مینځه وړلی شی نوځکه خو هر کار په فکر سره وکړئ او هغه له اصولو سره سم ترسره کړئ .

په ژوند کښې پاخې ارادې او اعتدال تاسو په هر مقصد کښې بریالی کولی شی .

()

خپله ناکامۍ ومنو .

په ژوند کښې هیڅ انسان په لومړی ځل په خپل مقصد کښې نه بریالی کیږی او د هر بریالی انسان شاته ډیرې ناکامیانې ، غلطیانې او قصې وی او مونږ باید خپلې ناکامیانې تسلیم کړو او په خپلو غلطیانو پښیمانه کیدا سره د وخت له ضایع کولو ښه خبره دا ده چې دغه اندازه ولګوو چې غلطۍ چیرته شوی ده او د دوهم (۱) ځل لپاره دغه غلطۍ بیا ونکړو .

()

د نن ورځې کار همدغه نن ترسره کړو .

مونږ باید د وخت قدر وکړو او د نن ورځې کار سبا ته د پریښودلو پرځاې هغه باید نن ترسره کړو او ځان له سستۍ او تنبلۍ بچ کړو .

مونږ باید هیڅ کار کوچنی ونه ګڼو او هر کار په مهم بللو سره هغه په پوره توجه سره ترسره کړو .

()

خپل خیالات او فکرونه ځانګړی وساتو .

د یوه بریالی انسان په لیدو سره ځان بیخی د هغه په شان نکړو ځکه چې د هر بریالی سړی چارې ،حالات او کیسې بیلابیلې وی .

مونږ باید خپل هدف ته د رسیدا لپاره  یو(۱) پلان جوړ کړو او سوکه سوکه مخ ته ولاړ شو .

()

مثب کړچار غوره کړو .

مثبت  کړچار له مونږ سره په ژوند کښې د هر څه په  ترلاسه کولو کښې مرسته کولای شی .

مونږ باید مثبت کړچار غوره کړو او له ماشومانو او مشرانو سره یوشان کړچار ترسره کړو .

()

په ځان باندې باید باور ولرو .

مونږ باید به ځان باندې باور ولرو او د ناکامۍ له ویرې ځان خلاص کړو او مونږ باید تل په ذهن کښې دغه خبره وساتو چې مونږ هر څه کولای شو .

په ځان باندې د اعتماد لرل د بریالیتوب دترلاسه کولو لپاره ضروری دی .

()

هر څه زده کړو او مخ ته  لاړ شو  .

مونږباید خپل ځان وزمویو او نوی تجربې وکړو .

دغه خبره مو په یاد وی چې د ژوند ترټولو ستر ریسک او خطر د هیڅ خطر نه اخیستل دی .

که چیرې له کوم بدلون سره مخ شو نو  وارخطا نشو بلکې هرکلی یې وکړو  او ځان تل خوځنده او مثبت وساتو  او مخ ته لاړ شو .

خپل ځان تل د زده کولو په پړاونو کښې وساتو  .

 

 

ټیګونه

کمنټونه