Nov 16, 2019 13:59 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو څو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې

نن د تهران چاپ زیاتره ورځپاڼو د اسلامي وحدت کانفرنس د ۳۳ غونډې له میلمنو سره د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د کتنې او په کښې د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وینا خبر ته زیات انعکاس ورکړی  او بیلابیل عنوانونه یې ورکړې دي.

جمهوري اسلامي د ولسمشر له قوله لیکلې دي: د مسلمانانو د نجات یوازینۍلاره د اسلام د ګران پیغمبر(ص)پیروي کول دي.

داسلامی ایران ولسمشرحسن روحانی د  امریکا ،صهیونیسټ رژیم او دسیمې د ځینو مرتجعو د تیریو او د درز او تفرقې د رامینځةکولو لپاره د دوی هڅې  په وړاندې د مسلمانانو دنجات او ژغورنې لاره، داسلام دګران  پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)څخه پیروی وبلله

ډاکټر حسن روحانی د اسلامی انقلاب   له معظم لارښود سره د زرګونو میلمنو ،د اسلامی هیوادونود  سفیرانو او متفکرانو  په کتنې کې پخپلې وینا کې  هیله وښودله ،  اسلامی نړۍ  د یوه بل ترڅنګ په ورورولۍ  او اتحاد سره د ډول ډول تیریو او ظلمونو په مقابل کې  ستر بریالیتوبونه ترلاسه کولی شی .

 د اسلامی ایران ولسمشر په سیمې کې د اسلامی ایران  نفوذ ته په ا شارې سره روښانه کړې،په سیمې کې د ایران نفوذد قدرت،پوځی او علمی توانمنیو ا و سټراټژیک جغرافیائی موقعیَت  په د لیل نه ده،بلکې دغه نفوذ،د اسلامی انقلاب د بلنې او د هغه انقلاب د نفوذ په  خاطر دی،چې  زړونه ئې ځان ته جذب کړی دی .

ډاکټر حسن روحانی   د دې خبرې په کولو سره چې  په عراق او  سورئې کې  د ایران ځواک  د سلاکارانو په عنوان سره  شتون پیدا کړی او خپل ژوند ئې د سیمې دملتونو ترڅنګ  له ترهه ګرۍ سره  په مبارزې کې  قربان کړی  ،ووئیل؛ ایرانی ماموران او ځواک ،  په  عراق ،سورئې ،لبنان  او هرچرته چې  شتون ولری ، ددوی معیارونه  د ا نسان آزادی ده او مسلمان ، مسیحی ، یهودی ،ترک ،عرب  یا کرد د دوی لپاره یو شان دی .

د دغې کتنې په پای کې  د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس میلمنو  له نزدې   د  مسلمانانو له ولی  امر  او د  اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي سره لیده کاته وکړل  او ورسره غاړې وتل .

 */*

له تهرانه چاپيدونکې ابرار ورځپاڼې بیا په افغانستان کښې د دیره داعشي ترهګرو په هکله د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف څرګندونې راخیستې دي چې وايي: په افغانستان کې دیره داعشي عوامل په نورو هیوادونوکې ورانکارۍ کوي.

خبر زیاتوي چې د اسلامي ایران خارجه  وزیر محمد جواد ظریف له انډیا ټوډې خبری چینل سره په خبرو کې  وئیلی دی داعشی تکفیری  ترهه ګره ډله  یوازې د یوه هیواد لپاره  نه ،بلکې د درستې سیمې لپاره  یو جدی ګواښ دی .

 جواد ظریف روښانه کړې ده ،داعش د هند ،پاکستان ،روسیې ،او چین لپاره جدی ګواښ دی او دغه هیوادونه باید له دغې سپیرېاو جنایتکارې ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې سره متحد شی .

د ایران خارجه وزیر ووئیل دغه ترهه ګره  ډله اوس  له عراق او سورئې څخه خپل مرکزونه افغانستان ته په منتقلوی او دا چې څوک ئې ترشا ولاړ دي،له هیچا پټه خبره نه ده.په افغانستان کې داسې سیمې شته چې د درستو هیوادونو دا ندیښنې وړ دی،ځکه داعش  یوازې د یوه هیواد لپاره ګواښ نه دی .

د ویلو ده چې د مقاومت چورلیز په سورئې او عراق کې د داعش د پنځونې هدفی دسیسه ناکامه کړې او ترهه ګره امریکاغواړی دغه جنایتکاره ډله اوس په افغانستان کې دیره کړی څو خپلې ناوړه موخې ورسره پوره کړی .

د ا مریکا د وخت خارجه وزیرې هیلری کلینټن دخپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلی دی،طالبانو او القاعده امریکا راپنځولی دی،د امریکا اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپهم له دې مخکې  په ا نتخاباتی کمپاین کې  په کرتو وئیلی وو ، چې  باراک اوباما او هیلری کلینټن  د داعش په راپنځولو کې غوره رول  لوبولی دی .دمقاومت چورلیز  په سورئې او عراق کې د داعش د پنځونې هدفی دسیسه ناکامه کړې او ترهه ګره امریکاغواړی دغه جنایتکاره ډله  اوس په افغانستان کې دیره کړی څو خپلې ناوړه موخې ورسره پوره کړي.

*/*

د سیمې د خلکو د مشکلاتو وجه د نړیوال استکبار شتون دی. دا خبره د تهران امامِ جمعه کړې چې د تهران چاپ ایران ورځپاڼې د خپل یو سرټکي په توګه راخیستې ده.

خبر زیاتوي: د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا.. امامی کاشانی پرون د جمعې لمانځه په خطبو کې د سیمې ولسونو ته په دې سپارښتنې سره چې  ملتونه باید د دښمنانو  د نفوذ او دسیسو په وړاندې  په هوښیارۍ او ځیرتیا سره  استقامت وکړی ووئیل،هغه کسان چې په یمن او فلسطین  ئې حملې کړی   او پرمظلوم او بې څوکه ولسونو بمبارۍ کوی،د اسلامی نړۍ په نابودولو پسې دی .

  د تهران دجمعې لمانځه خطیب  په دې خبرې په ټینګار سره  چې  دغه اقدامات  درستې ا سلامی نړۍ ته سپکاوی دی  او اسلامی امت ته په سپک نظر ګوری ، زیاته کړې ،که  مسلمانان له یوه بل سره متحد او یوموټی شی،نو د ښمن پر دوی هیڅکله هم مسلط نشی کیدلی .

آیت ا... امامی کاشانی له یهودیانو سره د اسلامی ایران د مخالف بریښولو لپاره د صهیونیسټی رژیم  هڅې ته په اشارې سره  ووئیل،صهیونیسټان  نه  یهودیان دی او نه هم نصرانی،بلکې دوی د خدای ضد،انسانیّت ضد،بلکې د درستو ارزښتونو ضد دی .د تهران دجمعې لمانځه خطیب  همداراز زیاته کړې ، یهودیان پخپله له صهیونیسټی وحشی رژیم سره مقابله کوی  او باؤری دی چې صهیونیسټی رژیم  د خدای ضد یو رژیم دی

آیت ا....  کاشانی همداراز  ددې خبرې په کولو سره چې د عراق د ولس پوهیدا او  دینی مرجعیّت ته  دهغوی پام وتوانید،په دغه هیواد کې پلان شوی فتنه  شنډه کړی ،روښانه کړې  د عراق ولس حق لری ، د هیواد داداره کولو او ګرانیو په باب اعتراضونه و کړی ،خو دغه اعتراضونه باید  د نورو د ناوړه استفادې ښکار نشی . 

*/*/*/*/*/*/*

کابل چاپ:

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلا بېلو مطالبو ترڅنګ د ټاکنیزو مسایلو په ځانګړې توګه د رایو د پایلو د اعلان د ځنډ د څرنکوالي په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کړیو ژمنو سره بیا هم ونه توانېد چې په دوهم ځل د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د سرمقالې لیکوال د نورو مسایلو ترڅنګ د کمېسیون د کمېشنرانو د ګمارنې سیسټم ته په اشارې سره لیکلي، داسې کسان کمېسیون ته راغلل چې متضادې کړندلارې او فکرونه یې درلودل، نو همدا له لامل دی چې دوی په خپلو کې سره جوړ نه راځي.

د لیکوال په باور د کمېسیون د کمېشنرانو په داسې ګمارنې سره افغان چارواکو غوښتل ناممکن ممکن کړي، چې دا کار ونه شو.

اصلاح دولتي ورځپاڼې لیکلي د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې د ټاکنیزو ټیمونو قناعت ترلاسه کړي.

د لیکوال په باور که چېرې د ټاکنیزو ټیمونو قناعت حاصل شي، داسې به احساس شي، چې کمېسیون له انتخاباتي قانون، شته مقراراتو او طرز العملونو سره سم خپل کار مخ ته وړی.

د لیکوال په باور دا چې یو ځل بیا ټاکنیز مهالویش نقض شي، ښه کار نه و، بلکې ناوړه او منفي اغېز به ولري، خو په خبره یې اوس اړتیا ده، چې په ټاکنیزه پروسه یو ځل بیا د خلکو باور را ژوندی شي، داسې ټاکنیز مهالویش وټاکل شي، چې دا ځل هیڅ نقض نه شي.

اصلاح

د اصلاح د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي، چې د هېواد کاواکه وضعیت د هیچا په ګټه نه دی، او کمېسیون دې ټولو خواو ته له قناعت ورکولو وروسته، د خلکو د رایو برخلیک وټاکي او لومړنۍ پایلې دې له ځنډ پرته اعلان کړي.

سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي، د ټاکنو خپلواک که یرغمل کمېسیون؟

د سر مقاله لیکونکي په اند د انتخاباتو د پایلو هره ورځ ځنډ پر کمېسیون، د ټاکنو پر پروسې او ولسواکۍ د خلکو نسبي باور ته هم زیان رسوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور د ټاکنو کمېسیون اوس د یو شمېر نوماندانو له لوري یرغمل شوی او ترهغې به د ټاکنو پایلې اعلان نه شي، چې د هغوی قناعت یې نه وي ترلاسه کړی.

لیکوال ټینګار کوي، چې کمېسیون مسؤل دی، چې د خلکو پر رایو ملنډې ونه وهي او د نوماندانو ډول ته څڼې ونه غورځوي، د چا فرمایشونه دې نه مني او د ټاکنو قانون، شته طرزالعملونو په رڼا کې د رایو پایلې اعلان کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې کمېسیون دا کار ونه کړي، نو لرې به نه وي، چې د جمهوري ریاست ټاکنې د ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکنو سناریو ته ولاړ او حالت کړکیچن شي، او په خبره یې بیا به مسؤلیت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر غاړه وي.

 

ټیګونه

کمنټونه