Nov 16, 2019 14:17 Asia/Kabul
  • میانمار د روهنګیا مسلمانانو خلاف جنایتونو په هکله تحقیقاتو سره مخالفت وکړ

له دې مخکښې د ملګرو ملتو حقیقت لټونکې کمیټې د راخین صوبې د حالاتو له جاجولو وروسته ویلي وو چې د میانمار پوځ په روهنګیا مسلمانانو باندې د تیري او د هغوي د ډله ایزې وژلې په شان جنایتونه کړې ده.

د میانمار یا برما رژيم په دغه هیواد کښې د روهنګیا قام د مسلمانانو خلاف د شویو جنایتونو په هکله د جزا د نړیوالې محکمې د تحقیقاتو له پیلیدو سره په رسمي توګه مخالفت وکړ.

د فرانس پریس د خبر له مخې، د میانمار حکومت پرون په داسې حال کښې د دغه هیواد د مسلمانانو خلاف جنایتونو په هکله د نړیوالې محکمې له تحقیقاتو سره مخالفت کړی چې د مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ او امنیتي ځواکونو د تریخجن سلوک په هکله نړیوال دباؤنه په زیاتیدو دي.

د ویلو ده چې د جزا نړیوالې محکمې وړمه ورځ په ۲۰۱۷ کال کښې د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د برما د پوځ د جنایتونو په هکله د بشپړو تحقیقاتو پیلول تصویب کړې دي.

له دې مخکښې د ملګرو ملتو حقیقت لټونکې کمیټې د راخین صوبې د حالاتو له جاجولو وروسته ویلي وو چې د میانمار پوځ په روهنګیا مسلمانانو باندې د تیري او د هغوي د ډله ایزې وژلې په شان جنایتونه کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه