Nov 21, 2019 15:23 Asia/Kabul
  • واشنګټن يو ځل په ايران کښې له بلوو څخه ملاتړ اعلان کړ

په ايران کښې له نااراميو څخه د امريکائي چارواکو له دوامدارو ملاتړونو وروسته د دغه هېواد د ولسمشر مرستيال له وروستيو بلوو څخه ملاتړ وکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستيال مائک پېنس نن په خپله ټوئيټر پاڼه کښې د عمومي اموالو په ويجاړولو او په امنيتي ځواکونو حمله کولو کښې په ايران کښې د بلوه ګرو وروستيو اقداماتو ته بې له اشارې نه وليکل: که څه هم د ايران خلق د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي خو د خلقو د ځپلو لپاره  له تاوتريخوالي استفاده او بندي خانو کښې اچول دوام لري.

د ټرمپ مرستيال همدارنګ په انساندوستانه ادعا او د هغو دباونو په هېرولو سره چې د ايران په خلقو د بنديزونو په نتيجه کښې تپل شوي دي، وويل، د امريکې پېغام څرګند دے، چې امريکه د ايران د خلقو ترڅنګه ولاړه ده.

د تېرې جمعې له سحر څخه په ايران کښې د تېلو د بيې د اصلاح د طرحې په اجرا سره د خلقو ځينې صلح ايز احتجاجونه د ځينو رذيلانو، بدمعاشانو او تخريبکارو په ناوړې استفادې سره بې لارې شول.

 

ټیګونه

کمنټونه