Nov 21, 2019 16:18 Asia/Kabul
  •  د هندی حکومت له خوا په کشمیرکې د اسلامی چینلونوپر خپریدا بندیز

د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کې د هند دمرکزی حکومت له خوا د اسلامی هیوادونو د ټیلیویژنی چینلونو خپریدا منع کیدا،د نوی ډیلی له خوا د مسلمانانو په ضد بل یو ترټولو نوی اقدام دی .

د هندوستان حکومت  ددغه هیواد د خصوصی ټیلیویژنی چینلونوشرکتونو ته په خبرداری ورکولو سره،پرهغوی غږ کړی،څو د پاکستان،ترکیې او ملایشیا په څیر د اسلامی هیوادونو د ټیلیویژنی چینلونوخپریدا دې ودروی.

انډیا ټوډې  خبری چینل د راپور په اساس،د هندوستان د اطلاعاتو وزارت  د یوې  اعلامیې په خپرولو سره ددغه هیواد ټیلیویژنی  شرکتونو ته  وئیلی دی،چې ددغه وزارت له اجازت پرته د اسلامی چینلونو خپریدا د قانون خلاف ده  او ددغه شان  فعالیت  ددوام په بڼه کې به  دوی د مجوز(لائسنس) تر  لغوه کولوپورې  له سختو سزاګانو  سره مخامخ شی .

 په دغې بیانیې کې راغلی دی،د بهرنیو هیوادونو یو شمیرهغه خصوصی چینلونه چې د هند داطلاعاتو د وزارت له خواتائید شوی نه دی،د ځینو هندی ټیلیویژنی شرشرکتونو په وسیله خپریږی،چې دا ددغه هیواد درسندوئی قوانینو  خلاف ورزی ده .

 د هند ترکنټرول لاندې کشمیر کې د هند دمرکزی حکومت له خوا د ا سلامی هیوادونو د ټیلیویژنی چینلونو خپریدا منع کیدا ، د نوی ډیلی له خوا د مسلمانانو په ضد بل یو ترټولو  نوی اقدام دی . په وروستیو میاشتو کې د هندی لومړی وزیر نریندرا مودی حکومت او همداراز ددغه هیواد قضائی او قانون جوړونکو اورګانونو،په کشمیراو درست هندوستان کې  یو شمیر اسلامی ضد  اقدامات ترسره کړی دی .

   د مسلماناانو په ضد د هندی حکومت یو ترټولو مهم ګام،ددغه هیواد سترې محکمې یا سپریم کورټ،یوې فیصلې په صادرولو سره ،د بابری جومات مځکه چې له پیړیو پیړیو راهسې  دغه جومات او مسلمانانو سره اړونده وه،هندوانو ته سپارلی  ده . 

د نوی ډیلی دغه تازه اقدام ددې په ترڅ کې چې ښئ په درست هند کې د مسلمانانو په ضد چلندونه ،په نوی ډیلی کې له یوه واحد سیاسته  پیروی کوی همداراز ددغه هیواد د مسلمانانو  په ټولنې باندې د معنا دارو دباؤنو زیاتیدا، دنړۍ  په ګوټ ګوټ کې له مسلمانانو د هغوی دجلا کولو او همداراز پرهندی مسلمانانو د دباؤ د حوزود زیاتولو لپاره د هڅې ښودنه کوی .

د کشمیر د یوه آزادی غواړی سیاسی مشر میرمن او مدنی فعاله میرمن  مشعل ملک وائی ،هندی حکومت د سرینګر نامه بدله کړې ده  او په ډیرې چټکۍ سره  د  کشمیر د سټیډیمونو او نورو سیمو د بدلولو په حال کې دی .هند همداراز په کشمیر کې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د میلاد د جشن  دلمانځلو خنډ هم شوی دی.په حقیقت کې نوی ډیلی هڅه کوی څو دکشمیر پر کلچر او کلتور یرغل وکړی او د کشمیریانو تیر  تاریخ نابود کړی .په عین حال کې مونږ  به اجازت ورنکړو دغه دسیسه ئې بریالۍ شی  او هندی حکومت  دخپلو غوښتنو  په  عملی کولو کې بریالی شی .

 په کمشیر کې د اسلامی هیوادونو د ټیلیویژنی چینلونو په محدودولو کې دهندی حکومت د تازه اقدام په باب باید ووئیل شی،چې هندی چارواکی په دغې سیمې کې د له څلور میاشتنی پوځی حکومت وروسته بیا هم د خلکو د کرکې او غوسې په کنټرولولو کې ناکام دی او دې ځل د پاکستان او ملایشیا په څیر دهیوادونو د ټیلیویژنی چینلونو په شیشت کې په راوستو سره  غواړی،پخپل خیال،په کشمیر کې د زیات مسلمانانو د  خبریدا مخینوی کوی .  

 په وروستیو میاشتو کې د مسلمانانو په ضد دهندی سیاسی او پوځی چارواکو دغه چلند او اقدامات  ددې واقعیّت ښودنه کوی،چې دهند اوسنی  چارواکی د صهونیسټی چارواکو په څیر  په دې اند د ی چې د مرکزی حکومت په وړاندې  مشکلات او ترینګلتیاوې،یوازې پر مسلمانانو ددباؤ په زیاتولو سره د حل وړ دی .

 خو په هندوستان کې د مرکزی حکومت له دغه خیال سره سره،تاریخی واقعیَتونه،په هند کې د مسلمانانو کابو ددوه سوه میلیون نفوسی جوړښتاو هم په درستې نړۍ کې د مسلمانانو ترمینځ  نه شلیدونکی پیوندونه هغه ځانګړنې دی،چې  ښئ،د هندی حکومت له خوا پر هندی مسلمانانو باندې  دباؤ او دهغوی ګوښه کول به  اپوټه نتیجه ورکړی .

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه