Dec 05, 2019 05:09 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د عربستان بې پایلوټه الوتکې غورځولی

فارس خبری اژانس وایی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې د تیریګر ائتلاف د جاسوسۍ د دوو (۲) بې پایلوټه الوتکو د له مینځه وړلو خبر ورکړ .

هغه وویل د یمن د پوځ دافع هوا او ولسی کمیټیو د سعودی عربستان دغه دوې (۲) بې پایلوټه الوتکې په جیزان او عسیر سیمو کښې نسکورې کړی دی .

د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په یمن د سعودی عربستان دائتلاف د یرغل له پیل راهسې تراوسه د سعودی عربستان او د هغه د متحدانو د جاسوسۍ په لسګونو بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړی دی .

سعودی عربستان له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دیمن د خلکو پرضد بمباریو ، حملو او جنایتونو ته دوام ورکړی دی او تراوسه یې د دغه هیواد له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰) زیات بې ګناه خلک وژلی او په لسګونو زره نور ژوبل کړی او په میلیونو نور یې کډوال کړی هم دی .

 

ټیګونه

کمنټونه