Dec 05, 2019 16:16 Asia/Kabul
  • له ایران سره د نتانیاهو د دښمنۍ دوام

د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د خپل سیاسي دوران د ختمیدو په درشل کښې لاهم خپلو ایراني ضده سیاستونو ته دوام ورکوي.

بنیامین نتانیاهو په دې یوه لسیزه کښې چې د اسرائیلو وزیراعظم دی، له دې زیات چې په کورني سیاست تمرکز وکړي، په بهرني سیاست کښې له ایران سره دوامدارې دښمنۍ ته یې پام کړی دی.

نتانیاهو په تیره یوه لسیزه کښې له ایرانه د ویرونې یو اصلي پلانونکی او اجرا کونکی و. هغه د ایران د ایټمي موافقې یو سخت مخالف و او له هغې د امریکې په وتلو کښې یې هم اساسي رول درلود او تل نه یوازې د ایران خلاف د بندیزونو او زیات نه زیات دباؤ ملاتړی و بلکې حتی ویلی شو چې نتانیاهو د یهودي لابۍ په مرستې سره د زیات نه زیات دباؤ پلانونکی و.

نتانیاهو له ایران سره خپله دښمنه د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په کلیزو غونډو کښې هم په ځلونو د ماشوم ډوله نقاشیو په چوکاټ کښې څرګنده کړې او حتی د عامه افکارو او بهرنیو چارواکو له ملنډو سره هم مخامخ شوی دی خو له ایران سره له دښمنۍ یې لاس وانه خیسته او خپله نقاشي یې په یوې بلې غونډې کښې تکرار کړه.

نتانیاهو او صهیونیسټي رژيم په تیره یوه لسیزه کښې د ایراني پوهانو په وژله کښې لاس درلود او په عین حال کښې یې په دروغو ادعاؤ سره ایران له ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړ. پر دې سربیره صهیونیسټي رژيم او خپله نتانیاهو په دغې مودې کښې په ایران کښې دننه د ګډوډیو او شخړو د رامینځته کولو هلې ځلې کړې دي.

اوس نتانیاهو د خپل سیاسي ژوند ختمیدو او حتی احتمالاً زنداني کیدو ته ډیر وخت نه لري. هغه په تیرو اتو میاشتو کښې درې ځلې د نوې کابینې په جوړولو کښې ماتې خوړلې ده. خو بیا هم خپله ایران ضده کړنلاره او څرګندونې جاري ساتي.

د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم چې نن یې په پرتګال کښې د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپئو سره ملاقات وکړ، ویې ویل چې له پمپئو سره یې د سلامشورو چورلیز یوازې د ایران په مسئلې متمرکز و. هغه پرون هم ټینګار کړی و، وړومبنۍ موضوع چې د امریکې له خارجه وزیر سره به یې مطرح کړم، ایران دی، دویمه موضوع هم ایران دی او دریمه هم، هم دغه ده.

په دې منځومان کښې هاآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې لیکلې دي چې نتانیاهو په عراق، لبنان او ایران کښې اوسني ګډوډي په ایران باندې د دباؤ د زیاتولو لپاره یو فرصت وباله.

د نتانیاهو څرګندونې څو مهم ټکي لري:

وړومبی دا چې هغه هڅه کوي وښايي چې سیاسي ژوند یې لا نه دی ختم شوی او لاهم په اسرائیلو کښې اصلي رول لوبوي.

دویم دا چې د اسرائیلو وزیراعظم هڅه کوي د ایراني ضده کړچار په کارولو سره د کابینې د جوړولو لپاره خپل چانس زیات کړي.

دریم ټکی دا چې په ایران باندې د سیمه ایزو ګډوډیو د اغیزې په هکله  د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم څرګندونې ثابتوي چې اسرئیل د لبنان، عراق او ایران په ګډوډیو کښې لاس لري او په دغو هیوادونو کښې په شخړو باندې د صلحه ایزو ولسي اعتراضونو د بدلولو یو لوبغاړی دی.

په حقیقت کښې ګډوډي په خاصه توګه په دغو هیوادونو کښې او په عامه توګه په ټولو اسلامي هیوادونو کښې د صهیونیسټي رژیم په ګټه دي.

او وروستی ټکی دا چې د نتانیاهو سیاسي برخلیک ښودنه کوي چې ایراني ضده او مقاومت ضده سیاستونه به په قدرت کښې د هغه د پاتې کیدو لامل نه شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه

کمنټونه