Dec 06, 2019 15:01 Asia/Kabul
  • د چین په ضد د امریکا دسیسو ماته خوړلې ده

د بیجینګ واکوالانو هم په کرتو وئیلی دی،ترڅو چې درست لګول شوی ټیرفونه لغوه نشی،د چین او امریکا ترمینځ به هیڅ ډول موافقه لاسلیک نشی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،  د چین خارجه وزیر وانګ یی  نن  په سئول کې   دجنوبی کوریا له خارجه وزیر  سره په کتنې کې د چین دپراختیا په لاره کې د امریکا اوځینو لویدیځی هیوادونو  خنډ جوړونو ته په اشارې سره  وئیلی دی ، دبیجینګ  دپرمختګ لار به دوام  ولری  او  د چین د پرمختګ د مخنیوی  لپاره هره د سیسه به  ناکامه شی .

  د چین خارجه وزیر زیاته کړې ، هر هیواد د  پراختیا له حقه برخمن دی  او  له هر یوه ملت سره باید   یو شان چلند وشی ، د ساړۀ جنګ  فکر او لیدتوګه  اوس هیڅ ګټه نه ورکوی .

  امریکا او چین د ۲۰۱۸کال د مارچ له اتمې نیټې راپه دې خوا د یوه بل  د محصولاتو د ټیرف  په سر په تجارتی جنګ کې سره لاس اوګریوان دی . 

 امریکا نیّت لری،ددسمبر په پنځلسمه نیټه یوځل بیا په ټیرفونو کې له چینی شیانو څه د پاسه  یو سل شپیته میلیارډ  ډالر  ورزیات کړی .

 د بیجینګ واکوالانو هم په کرتو وئیلی دی،ترڅو چې درست لګول شوی ټیرفونه لغوه  نشی،د چین او امریکا ترمینځ  به هیڅ ډول موافقه  لاسلیک  نشی .

 

ټیګونه

کمنټونه