Dec 08, 2019 05:53 Asia/Kabul
  • د چين په کورنيو چارو کښې د امريکې په مداخلت د بيجنګ اعتراض

د چين د کميونېسټ ګوند د سياسي دفتر غړي پرون دامريکې له خارجه وزير مائک پومپئو سره په خبرو اترو کښې د چين په کورنيو چارو کښې د مداخلت په وجه په واشنګټن نيوکه وکړه.

د ايرنا د رپوټ له مخې يانګ جيه چي د امريکې په کانګرس کښې د هانګ کانګ په باره کښې د دوو قوانينو تصويب ته په اشارې سره وويل، واشنګټن په جدي توګه د نړيوالو روابطو خلاف ورزي کړې ده.

د چين د کمونېسټ ګوند د سياسي دفتر غړي په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې له امريکې وغوښتل چې خپلې تېروتنې دې اصلاح کړي او د چين په کورنيو چارو کښې دې له مداخلته لاس واخلي.

د امريکې کانګرېس د چين په خلاف په خپل نوي اقدام کښې نومبر په مياشت کښې د هانګ کانګ له ډېموکرېسۍ او بشري حقوقو د تش په نامه ملاتړ طرحه او د هانګ کانګ په پوليسو د وسلو د نه خرڅولو طرحه تصويب کړه.

هانګ کانګ له 1842 نه  تر 1997 کاله پورې د برطانيې ترتسلط لاندې ؤ خو په 1997 کال کښې او له برطانيې سره د مخکښينۍ معاهدې له ختمېدو وروسته له چين سره يوځاے شو چې له دې وروسته په هانګ کانګ کښې د حکومت په خلاف مظاهرې شروع شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه