Dec 08, 2019 12:26 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو هیله ده تر پایه راسره مله ووسئ .

 دا هم د  تهران ورځپاڼو په سر کې  جمهوری اسلامی ورځپاڼه ده چې  پخپل لومړی مخ ئې لیکلی دی ،د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ  سمندری ځواک د مشر قوماندان په شتون سره په یولړ دستورو کې د ایران  په جنوب ختیځ کنارک کې د ځوانو  ایرانیو متخصصانو په لاس جوړه  سیمرغ بې پیلوټه الوتکه  او دغه راز  باینډر  بیړه  دسمندری ځواک  په اختیار کې  ورکړه .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت په زیار او هلوځلو  سره او د سویټزرلینډ دحکومت په ملګرتیا سره د ایران دپوهنتونونو یو غوره استاد اوڅیړاند ډاکټر مسعود سلیمانی په امریکا کې په غیر قانونی توګه  له  کابو یو کال بنده وروسته  خوشی شوی او ایران ته بیرته راستون شوی دی .

 مینځنی ختیځ د چاروتکړه شناندی او کارپوه عبدالباری عطوان په یوه تحلیل کېد سورئې په ختیځ کې د امریکائی عسکرو په یوه مرکز د ناپیژاندو کسانو حمله د عراق او سورئې د مقاومتی ځواک د چریکی جنګ پیلامه بللې ده .  

په فرانسې کې د زیّړو جیکټونو د غورځنګ  له اعتراضیه لاریونو سره په یووخت په دغه هیواد کې په ځینو ادارو کې کاربندیزونو چې په دریمه ورځ هم روان وو، ددغه هیواد چارواکی ئې لالهانده کړی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلید قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  دسولې خبرې اترې بیرته پیل شوی دی . یاده دې وی چې درې میاشتې مخکې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ په حکم سره ځنډول شوی وې ، خو اوس یو ځل بیا دا  خبرې اترې په داسې وخت کې پیل شوی دی،چې له دې مخکېد امریکا او طالبانو ترمینځ دخبرواترو نهمو پړاؤنو د افغان ملت لپاره هیڅ بریا  نه ده  درلودلې .

          داهم د تهران کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی،دعراق په بغداد کې د ولس په میلیونیلاریون پسې چې ددغه هیواد د دینی مرجعیّت  په ملاتړ او له بلواګرو او ورانکارو څخه  په  براءت کې ترسره شوی ، د بلواؤ او جنایتونو  ملاتړې امریکا  دغه چاره نه  ده زغملې او  په عراق کې ئې   دلوبې د بدلولو په  خاطر  د عراق د  یوشمیر شخصیتونو د ترور او  بایکاټولو  دسیسې ته مخه کړې ده .

ورځپاڼه په دوام کې لیکی ،د امریکا په فلوریډا کې د  سعودی عربستان د یوه پوځی محصیل  په لاس په پوځی مرکز کې په ډزو کې یو شمیر  کسانو ته مړګ ژوبلې اوښتی دی ، حال دا چې  هغه  پخپل ټویټ کې  له پیښې  مخکې لیکلی وو ، زه د  ورانکارو  او جنایتکارو د کرغیړنو  کارونو  سخت خلاف یم ،او تاسو هم ورانکار یاست او هم جنایتکاراو کارونه مو کرغیړن دی .نو باید چې  سزا شئ . د سعودی عربستان د پیلوټۍ د روزنې دغه  محصیل  له دغه اقدامه وروسته  سملاسی  دسعودی عربستان  پاچا ملک  سلمان  د امریکا  ولسمشر  ډونالډټرمپ سره په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ، دغه  کس ډیر بد کار کړی او په دې اړه ورځینی   بخښنه غواړ ی. ټرمپ  هم د ملک سلمان له قوله  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دی ،د سعودی عربستان خلک د امریکایانو عاشقان دی .

د صهیونیسټ رژیم  رسندوئی سرچینو  ایشوا کړې ده ، د مراکش  واکوالانو   دغه هیواد ته دسفر لپاره   د صهیونیسټی رژیم  د لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو  د   ورتلو غوښتنه  رد کړې ده . له دې مخکې   دمراکش پاچا  شپږم  محمد   د امریکا د  خارجه وزیر مایک پمپئو  سره له  کتنې سوچه انکار کړی ؤ  ،پمپئو د وه ورځې  مخکې  د عربانو او اسرائیلو ترمینځ  د اړیکو دعادی کولو په  خاطر  دمراکش رباط ته تللی ؤ  خو کره سرچینې وائی چې تش لاسه بیرته ستون شوی دی .

 د یمن د اطلاعاتو وزیر ضیف الشامی  د یمن په سیاسی راتلونکی کې د   د انصار ا... ولسی غورځنګ  دشتون دامکان په باب د آل سعود رژیم د مرستیال  خارجه وزیر عادل االجبیر د ګستاخو څرګندونو  په  غبرګون کې وئیلی دی،په یمن د عربستان د حملو او تیریو په پنځو کلونو کې مو د سعودیانو هډوکی مات کړی دی او د آل سعود رژیم  دخپلو پنځه کلن تیریو له نه زغمونکو نتیجو څخه د تښتې لپاره دغه شان سپیرې او بې شرمې خبرې کوی

 د  آرژنټین نوی ولسمشر آلبرتو فرنانډز په همداوروستیو کې  وئیلی دی،نیّت لری ،د لبنان حزب ا... ولسی غورځنګ د ترهه ګرو له لیسټه وباسی .

        داهم د تهران ایران ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګنې کې  ئې لیکلی دی،له امریکا دیوه ایرانی څیړاند او نامتو پوهنتونی استاد ډاکټر مسعود سلیمانی له خوشی کیدا سره په یووخت په ایران کې د امریکا لپاره  په جاسوسۍ  کې نیول شوی یو امریکائی ښاریز  ژیو وانګ  هم خوشی شو .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی،د الجزایر  په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره ددغه هیواد ولس دجمعې په ورځې ددغه هیواد د ولسمشرۍ  دانتخاباتو د پنځو کاندیدانو ترمینځ د  ټیلیویژنی مناظرې کتونکی وو .

د عراق په بغداد کې په الحنانه سیمې کې د صدر بهیر او  په وروستیو شخړو کې د حکومت د مخالف لوری د مشر مقتدا صدرپه کور دبې پیلوټه الوتکې په وسیله  توغندوی حمله شوې ، خو وییل کیږی ، کومې مرګ ژوبلې  ئې نه دی اړولی .

 د چین د  خارجه وزارت دمرکزی کمیشن مدیر یانګ جیه چی د امریکا له خارجه وزیر مایک پمپئو سره  په ټیلیفونی تماس کې هغه ته دړکه ورکړېچېد بیجینګ  په کورنیو چارو کې دې له ګوت وهنو لاس واخلی .

 د افغانستان  په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو طالبانو حملې اوبمی چاودنې په داسې حال کې دوام لری ، چې پرون یو ځل بیا د قطر په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  دسولې  دخبرواترو له درې میاشتنې ځنډیدا وروسته  دغه پړاؤ بیا پیل شوی دی . وئیل کیږی،چې دغه پړاؤ له دې مخکې د دواړو لورو یعنی د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو نهه  مرحلې ئې تیرې کړی ، د افغان ولس د امنیت اوثبات لپاره ئې  هیڅ ګټه  نه ده درلودلې .

 د پاکستان  لومړی وزیر عمران خان په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی،هڅه کوی ، له ایران سره په پولې کې د ایرانیو اوپاکستانیو شیانو ګډ بازارونه نوره هم زیات شی . 

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په یوې وینا کې په سپین سترګیتوب سره وئیلی دی صهیونیسټ رژیم هیڅکله  هم په سپینې ماڼۍ کې له دی پرته  بل کوم ښه دوست او غمخوار نه دی لیدلی .

په ملګروملتو کې د شمالی کوریا سفیر کیم  سونګ په ډاګه وئیلی دی ، نوره له امریکا سره ایټمی خبرې اترې نه کیږی،ځکه  واکوالان ئې هیڅکله هم پخپلو ژمنو نه دریږی  او په هرې یوې موقعې کې یوازې  په وخت تیرولو پسې وی .

                  او س هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته  چې له نټرنیټه مو راخستی او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دی .

 د  کابل چاپ ځینو نننیو ورځپانو په خپلو ګڼو کې د افغانستان د سولې او دغه شان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه لیکلی دی.

=            سرخط خپلواکې ورځپاڼه په خپله سر مقاله کې لیکی، د هوا په سړېدو سوله بیا توده شوه.

وړاندې په سرمقاله کې راغلی، امریکا او طالبانو له شا او خوا څلور میاشتنې ځنډ ورسته پرون د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې خبرې اترې بیا پیل کړې.

سرمقاله لیکونکی لیکی، دواړوو خواوو د خبرو د پیل پخلی کړی خو د بحث وړ موضوعګانو په اړه یوه خوله نه دی.

    سرخط لیکلی، امریکائی سرچینو د بحث وړ موضوعات، د تاوتریخوالی کمول، اوربند او بین الافغانی مذاکرات ښودلی ،خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلی چې خبرې له هغه ځایه پیل شوی چې لغوه شوې وې.

خو د سرمقاله لیکونکی په باور بیا، یوې رېښتینې او تلپاتې سولې ته د رسېدلو په خاطر تر ټولو مهم ټکی د دې پروسې لپاره د ښکېلو لورو اراده، کلک دریځ او رېښتینولی ده.

=        ویسا غیر حکومتی ورځپاڼې هم په قطر کې د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه لیکلی دی ، په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، دواړه لورو دا تائید کړې چې خبرې به ئې د تاوتریخوالی پر کمولو متمرکزې وی  چې بلاخره سولې او بین الافغانی خبرو ته زمینه برابره شی.

د ویسا په سرمقاله کې وړاندې راغلی، دکابل حکومت د طالبانو او امریکایی پلاوی د خبرو په غبرګون کې ویلی چې دغه خبرې به له صفر څخه پیلېږی،پخوانی چې ټرمپ لغوه کړی  وې  نو معلومیږی ، چې نورې سر تر پایه باطلې دی.سر مقاله لیکونکی لیکی، دا چې اصلی خبره څه ده، نن سبا به روښانه شی خو د حکومت دغه دریځ دا ښئی چې دوی د قطر د پخوانیو خبرو له بهیر سره جوړ نه دی، بلکې په خبره یې، په رېښتینی معنا اصلاً حکومت د سولې له خبرو سره جوړ نه دی.

سرمقاله لیکونکی اشاره کوی وایی، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست چې طالبان د ترهګرو سر لاری بولی ،معنا ئې همدا ده.

=         هشت صبح ورځپاڼې بیا د انتخاباتو په اړه لیکلی ، ټاکل شوې چې نن د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په یوه پرانیستې ناسته کې د انتخاباتی ټیمونو له استازو سره د کورنیو او یو شمېر بهرنیو څارونکو په حضور کې خبرې وکړی.

په سرمقاله کې راغلی، له  انتخاباتی ستونزو  د وتلو لاره هم همدا ده.

ورځپاڼه لیکی، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتی ډلو له خوا په دې تورن دی چې د قوانینو، لوایحو او طرزالعملونو پر بنسټ یې کار نه دی کړی خو بر عکس کمیسیون بیا وایی چې کړنې یې قانونی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه