Dec 10, 2019 16:23 Asia/Kabul
  • د هندوستان پارلیمان ته د مسلمانانو خلاف د جنجالي لایحې وړاندې کیدل

د هندوستان حکومت د دغه هیواد پارلیمان ته د مسلمانانو خلاف یوه جنجالي لایحه وړاندې کړه چې له مخې به یې له مسلمانانو پرته د ګاونډي هیوادونو کډوالو ته د تابعیت حق ورکړی شي.

د هندوستان د اوسني قانون له مخې په دغه هیواد کښې غیرقانوني کډوالو ته د تابعیت(نیشنلټۍ) ورکول منع دي خو د هغې نوې لایحې له مخې چې د نریندر مودي حکومت پارلیمان ته وړاندې کړې ده، هغو کډوالو ته چې له ګاونډي هیوادونو هندوستان ته په تیښته مجبوریږي، تابعیت او د ښاریزتوب حق ورکول کیږي خو په دغه قانون کښې مسلمانان نه شاملیږي.

د هندوستان د اوسني حکومت له خوا د دغه هیواد پارلیمان ته د داسې یوې لایحې وړاندې کیدل له یوې خوا په هندو ازم د ولاړو سیاستونو په لاره کښې یو ګام دی چې په دا ډول لایحو سره هڅه کوي د پاکستان، بنګله دیش، افغانستان، نیپال او سري لنکا په شمول د سیمې په هیوادونو کښې هندو او سک اقلیتونه د نوې ډیلي په لور جذب کړي.

دغه لایحه هم داشان د هندوستان د سیمه ایزو سیاستونو په لړ کښې یو ګام دی چې له مخې یې نوې ډیلی له مخکښې نه زیاته هڅه کوي چې د چین او پاکستان په شان د هند په سیالو هیوادونو کښې د سیاسي نظامونو د مخالفانو لپاره یو ملاتړ برابر کړي.

په عین حال کښې د هندوستان پارلیمان ته د وړاندې شوې جنجالي لایحې ترټولو مهمه برخه د تابعیت د حق له ورکړې د مسلمانو مهاجرینو مستثنی کول دي او له هم دې امله زیاتره خلک دغه لایحه د مسلمانانو خلاف ګڼي.

په یوه کلي کتنه کښې ویلې شو چې د هندوستان د اوسني حکومت اقدام د دغه هیواد د مسلمانانو خلاف د حکومت د اوسني سیاست په لړ کښې او په هندوستان کښې د مسلمانانو د څنګته کولو لپاره د بهارتیا جنتا واکمنې پارټۍ له خوا یو نوی کوشش دی.  

په عین حال کښې باید ووایو، دې حقیقت ته په پام سره چې د آسام په شان د هندوستان په ځینو صوبو کښې د مسلمانانو د پام وړ برخه هغه کډوال دي چې له بنګله دیشه هندوستان ته کډه شوې دي، د دې لایحې وړاندې کول د نوې ډیلي لپاره جدي پایلې لرلې شي.

د الجزیره چینل انګلیسي برخې رپورټ ورکړی چې دا لایحه د آسام د مسلمانانو لپاره یو نوی ګوذار دی ځکه چې په وروستۍ سرشمیرنه کښې دغه کسان د هندوستان د تابعیت نه لرونکو کسانو په توګه اعلان شول. په دې کښې ځینې کسان له مودو راهیسې په کیمپونو کښې اوسیدلې دي. په عین حال کښې په کښې زیاتره له کلونو راهیسې په هندوستان کښې دي او په دغه هیواد کښې زیږیدلي او زده کړې یې کړې دي.

پارلیمان ته د دغې لایحې د وړاندې کیدو په وړومبۍ ورځ په نوې ډیلې کښې د هغې د ډیرو مخالفانو مظاهرې، له دې لایحې سره د هندوستان د عامه افکارو ابتدايي نښه ده او د هیواد ختیځو ولایتونو ته د مخالفتونو د لمن د غزیدو په بڼه کښې چې زیاتره مهاجر میشت دي، د هندوستان اوسنی حکومت به له لازیات دباؤ سره مخامخ شي.

په داشان فضا کښې که څه هم د هندوستان پارلیمان د بي، جی، پي په اختیار کښې دی خو تمه کیږي چې د حکومت له خوا له وړاندې شوې جنجالي لایحې سره منطقي او هوښیارانه چلند ولري.په تیره بیا دا چې اوس نه یوازې په هندوستان کښې دننه بلکې د سیمې او نړۍ په کچه هم ټولو ته روښانه ده چې د هند حکومت په بې مخینې توګه مسلمانان په نښه کړې دي او دا کړچار به په اوږده موده کښې د نوې ډیلي د ګټو تامینونکی نه وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه

کمنټونه