Dec 11, 2019 04:53 Asia/Kabul
  • پاکستان په افغانستان کښې د جنګ اصلی عامل دی

زمونږ خبریال وایی د امریکا یوه (۱) سیناتور لینډسی ګراهم ادعا وکړه که چیرې پاکستان طالبانو ډلې ته پناه ورنکړی نو د افغانستان جګړه به په څو اونیو کښې پاې ته ورسیږی .

هغه له فاکس نیوز ټیلی ویژن سره په مرکه کښې پاکستان په افغانستان کښې دجنګ عامل وباله او د واشنګټن حکومت ته یې وړاندیز وکړ په افغانستان کښې د جنګ دختمولو لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو پرځاې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات وکړی .

د امریکا د مشرانو جرګې دغه غړی لینډسی ګراهم زیاته کړه واشنګټن له طالبانو سره په خبرو کښې له غلطۍ سره مخ شوی او د ولسمشر ټرمپ حکومت باید له پاکستان سره خبرې وکړی .

د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې دغه غړی بیا ټینګار وکړ واشنګټن باید  له پاکستان سره له خبرو اترو وروسته له طالبانو سره خبرې وکړی او له هغه مخکې تر ممکنه حده په دغه ډلې دباو زیات کړی .

له لینډسی ګراهم مخکې هم د امریکا څو پوځی او سیاسی چارواکو په ځلونو د افغانستان د کړکیچ په هکله  ورته نظرونه بیان کړی وو .

خو د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څه موده مخکې ویلی وو د امریکا چارواکی په دا ډول څرګندونو سره غواړی د افغانستان په جنګ  کښې د خپلې ناکامۍ مسولیت د پاکستان په غاړه ورواچوی .

 

ټیګونه

کمنټونه