Dec 14, 2019 14:15 Asia/Kabul
  • د جاپان او بنګلادیش چارواکو هند ته خپل سفرونه لغوه کړل

ټاکل شوی وه شیننزو ابه د دسمبر په ۱۵ هندوستان ته سفر او د دغه هیواد له لومړی وزیر مودی سره کتنه اوخبرې اترې وکړی .

په هندوستان کې د ښاریزتوب په مسودې په پراخو اعتراضونو د جاپان لومړی وزیر او بنګلادیش خارجه وزیر دغه هیواد ته سفرونه لغوه کړل .

د ایرنا له راپور سره سم ټاکل شوی وه شیننزو ابه د دسمبر په ۱۵ هندوستان ته سفر او د دغه هیواد له لومړی وزیر مودی سره کتنه اوخبرې اترې وکړی  .

همداراز نوی ډیلی ته د بنکلادیش د خارجه وزیر ابولقاسم محمد عبدالمومن سفر هم چی مقرره وه ، د زیارت او جمعې په ړورځو ترسره شی ، د هند د ښاریزتوب په مسودې په اعتراض کې لغوه شو .

د هندوستان سنا د تیر شورو په ورځ د ګاونډیو هیوادونو غیر مسلمانو لږکیو ته د ښاریزتوب د ورکولو مسوده تصویب کړه .

دغه مسوده اوس په قانون بدله شوی ده چی د مسلمانانو حق پکې چیخنی شوی دی .

له دې مخکې هم د هندوستان په زرګونو خلکو په دغه مسودې اعتراض کړی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه