Jan 09, 2020 04:40 Asia/Kabul
  • جنوبی کوریا هرمز اوبلار ته پوځیان نه استوی

زمونږ خبریال وایی د جنوبی کوریا د خارجه وزارت ویاند کیم این چول پرون دې خبرې ته په اشارې سره چې سئول د تاوتریخوالو د زیاتیدا په شمول د مینځنی ختیځ په ټولو بدلونونو د څارنې او جاج په حال کښې دی وویل مونږ تراوسه هرمز اوبلارې ته د عسکرو د استولو لپاره هیڅ فیصله نه ده کړی .

هغه وویل جنوبی کوریا به د سیمې د ثبات او دسولې د ساتلو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د پرمخ بیولو لپاره له نورو هیوادونو سره د ملګرتیا پراخولو ته دوام ورکړی .

په جنوبی کوریا کښې د امریکا سفیر هیری هاریس پرون سهار د سئول له چارواکو غوښتی وو چې په فارس خلیج کښې د امریکا تر  مشرۍلاندې ائتلاف سره یوځاې شی .

د ایران اسلامی جمهوریت په ځلونو ویلی دی چې د فارس خلیج سیمې د ساتلو مسولیت د ګاونډیو هیوادونو پرغاړه دی او تهران به اجازه ورنکړی چې نور هیوادونه په دغه سیمه کښې ناامنۍ رامینځته کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه