Jan 12, 2020 11:07 Asia/Kabul
  • د انسان د پیدایښت او جوړښت په اړه د امام صادق (علیه السلام) وینا

او مرګ بنده ته د خدای له لوري رحمت او کافر ته عذاب دی.

امام صادق (ع) ویلي: د انسان ځان پېژندنه داده چې ځان به څلورو طبیعتونو، څلورو ستونو او څلورو ارکانو وپېژني، طبیعتونه یې دادی: وینه، صفرا، باد او بلغم. ستوني یې : عقل – چې ځیرکي ترې راولاړېږي – پوهېدنه (فهم)، حافظه او علم دي. ارکان یې: رڼا، اور، روح او اوبه دي او د انسان مخ د انسان خټه ده. انسان په رڼا ویني، په اور خوري څښي او په روح کوروالی او حرکت کوي، په اوبو د خوارک څښاک خوند ننګېري. دا د انساني بڼې بنسټ دی.
که عقل رڼا تایید کړي، نو انسان به عالم، حافظ، ځیرک او هوښیار وي او ښه به پوه شی چې په کومې وضع کې دی، (د نړۍ نعمتونه) له کومه ځایه وررسي ولې نړۍ ته راغلی او چېرې به ولاړ شي او نږه به پر توحید لګیا شي او پر طاعت به یې اعتراف وکړي.
وینه د انسان په بدن کې کله توده او کله سړه چلېږي (د مزاج تودوخه او سړوخه)، چې وینه توده وي؛ نو انسان مستېږي، سرغړاندېږي، خوشحالېږي، په وژنه، زنا و غلا لاس پورې کوي او ځان پر نورو لوړ بولي او چې وینه سړه شي؛ نو انسان غمجن او خپه کېږي، مړاوی او څېزونه ترې هېرېږي او دا هغه عوارض دي چې د ناروغۍ لاملېږي او ډېر لږ او خورا ساده یې نشته او پیل یې له هغه وخته دی، چې انسان په یوه نامناسب وخت کې داسې خوراک یا څښاک وکړي چې له حال سره یې سازش نلري او ډول ډول دردناکې ناروغۍ راولاړوي.
او تردې وروسته بله خبره هم شته: په رښتیا، د انسان وجودي جوړښت داسې دی چې له اور او تودوخې په ګټنه خوري څښي او کار کوي، په باد اوري او بویوي او د اوبو په برکت د خوارک څښاک خوند ننګېري او په روح خوځي؛ نو که په معده کې یې تودوخه نه وي؛ نو خوراک څښاک پکې نه هضمېږي او که باد نه وي، د معدې اور نه بلېږي او د خوړو پاتې شونې له ګېډې نه وتل او که روح نه وي؛ نو انسان هیڅ خوځښت نه درلود او که د اوبو سړښت نه واي، د معدې تودوخې، معده سوځوله او که رڼا نه وای، نو انسان د لیدو او اندنې له نعمته بې برخې کېده او [انسان طبیعت ته ورته] جوړښت یې له خټې دی، په تنه کې یې هډوکي لکه ونې دي، ویښتان یې پر اندامونو د ګیا او او بوټو به څېر دي، اعصاب یې د ونو د پوټکي غوندې دي، وینه یې په بدن کې د بهېدلو اوبو په څېر ده او لکه چې ځمکه بې اوبو نه پايیږي ؛ نو تنه هم بې ویني پایښت نلري او ماغزه د وینې غوړ او ځګ دی.
او بیا د انسان په پيدایښت کې د دې او هاغې نړۍ مواد سره اغږلي شو ي او دا چې خدای دا دواړه سره یو ځای کړي (نو له ناچارۍ) ځمکه د بشر هستوګنځی شوی؛ ځکه له اسماني (او ملکوتي) عنصره راکېوتی او چې کله خدای دا دواړه عناصره یو له بله جلا کړي؛ یعنې مرګ راورسي؛ نو د هاغې نړۍ ماده اسمان ته ورستنېږي؛ نو ژوند په ځمکه کې دی او مرګ په اسمان کې (چې ژوندی وی په ځمکه کې وسي او تر مرګ وروسته په اسمان کې)، چې کله د روح او بدن ترمنځ  بېلتون راشي؛ نو روح او رڼا ړومبي ځواک او قدرت ته ورستنېږي او بدن چې له دنیوي موادو جوړ شوی، پرېدي او تن پاتېږي او په واقع کې، د انسان بدن په دنیا کې له منځه ځي؛ ځکه باد د بدن اوبه روي، خټه وچېږي، نرمېږي او ورستېږي او هره یو خپل ړومبي عنصر ته ورستېږي . روح په نفس خوځښت لري او د نفس خوځښت په باد دی، د مومن نفس د عقل په ملاتړ یوه رڼا ده او د کافر نفس د شیطنت په ملاتړ یو اور دی؛ نو د کافر نفس د خپل اور له بڼې دی او د مومن نفس د خپلې رڼا له بڼې.
او مرګ بنده ته د خدای له لوري رحمت او کافر ته عذاب دی.
خدای دوه ډوله عذاب لري: یو د روح له اړخه او بل یو پر بل د خلکو تسلط. ړومبی یې ناروغي او فقر دی او دویم عذاب لکه چې خدای په قرآن کې ویلي: ((او په دې توګه ظالمان یې د کړنو په سزا کې یو پر بل ګومارو)) [انعام/۱۲۹] یعنې د ګناهونو له لامله؛ او هره ګناه چې د روح له اړخ وي، سزا یې ناروغي او نېستي ده او څه چې تسلط دی، د عذاب اړخ لري او دا ټول په دنیا کې د مومن سزا او عذاب دی؛ خو کافر په دنیا کې هم عذاب لري او په آخرت کې بد عذابونه. دا دنیوي او اخروي سزاګانې یوازې د ګناه او شهوت له لامله دي توپیر یې دادی، چې مومن یې د تېروتنې، هیر، زور او کمزورۍ له مخې کوي او کافر یې په لوی لاس، نټې، تېري او کینې له مخې کوي لکه چې خدای تعالی وايي: ((ډېر کتابوال د کینې له لامله چې په وجود کې یې ریښې ځغلولي،غواړي چې تاسې تر ایمان او اسلام وروسته د کفر حالت ته وګرځوي)) [بقره /۱۲۹]

ټیګونه

کمنټونه