Jan 12, 2020 12:28 Asia/Kabul
  • توبرکلوز او د مخنیوي چارې

توبرکلوز (Tuberculosis ) یوه داسې ناروغي ده چې د mycobacterium tuberculosis بکټریا له امله پیدا کیږي.

دغه ناروغي د سږو ناروغي او یا هم د سینې ناروغي بلل کيږي، چې د سګريټو د استعمال او په کانونو کې د کار او زهریه لوګي له وجې پیدا کیږي.
دغه ناروغي زمونږ په وجود زمونږ سږې(ششونه) تر هدف لاندې نیسي او زیانمن کوي یې چې د tuberculosis pulmonary په نامه یادیږي، او همدا رنګه زمونږ د وجود نور اعضاء هم زیانم کولای شي زمونږ دفاعي Immune system هم تر خپل هدف لاندې راولي چې بیا زمونږ د وجود نور سیسټمونه ورسره په سمه توګه خپل کارونه سرته شي رسولای.
دغه ناروغي عموماً په غرنیزو سيمو کې ډیرې پیښیږي.
دغه ناروغي له یو انسان څخه بل انسان ته انتقالیدونکې ده، د انتقال لارې یې د هوا په ذریعه کیږي چې کله په دغې ناروغی اخته انسان ټوخی وکړي نو دده له ټوخي سره د توبرکلوز باکتریاوې په هوا کې خپرې شي او بیا بل انسان ته د انتقال سبب ګرځي.
همدارنګه د لیلامي (استعمال شویو) اجناسو بیا استعمال د مثال په توګه د لیلامي جاکټونو، کمپلو، لوښو وغیره شیانو استعمال چې امکان دې ولري دغه شیان له دې وړاندې بل په همدې یا نورو ناروغيو لکه (تور زیړی،ایډز، او همداسې نورې ناروغی چې له یو انسان نه بل ته انتقالیږي اخته انسان استعمال کړي وي نو که دغه اجناس مونږ په سمه توګه پاک نکړو او پرته له وینځلو او تیز لمر یا حرارت ورکولو استعمال کړو نو دغه ناروغي مونږ ته په اسانی سره انتقالیږي.
مخنيوی: د مخنیوي آسانه لارې یې دادي چې په توبرکلوز اخته انسان بايد ټوخی او پرینجی په آرام او د دسمال په استعمال سره وکړي، تر څو دغه باکتریاوې د اخته شخص د ټوخي او پرینجي په وخت کې په هوا کې خپرې نشي.
او د لیلامي شیانو د استعمال څخه مخکې باید دغه اجناس په سمه توګه پاک ووینځل شي او ښه تیز سوځونکي لمر ته وغوړول شي تر څه دغه ډول مایکرو اورګنیزمونه ووژل شي او بل انسان ته د انتقال او ناروغی سبب ونه ګرځي.
همدارنګه اوس ددې ناروغي د اخته کیدو نه وړاندې د احتیاط لپاره بعضې واکسينونه هم ورکول کیږي.
علایم : هره ناروغي چې په انسان کې ځای ونیسي نو بیا خپل مختلفې نښې نښانې لري، دغه ناروغي هم خپلې نښې نښانې لري،کله چې دغه ناروغي په یو انسان باندې حمله وکړي او ددغه شخص وجود کې ځای ونیسي نو بیا خپل علایم را ښکاره کړي چې په لاندې ډول دي:
1. درې او یا هم له دې هفتو زیات ټوخی کول.
2. له ټوخي سره خوني بلغم را وتل.
3. د ساه اخیستلو او یا هم د ټوخي په وخت کې د سینې درد.
4. په غیر ارادي شکل د وزن کمیدل.
5. سرخوږی.
6. تبه.
7. دشپې لخوا خوله کول.
8. ستړيا.
پورتني ذکر شوي علایم د توبرکلوز له اساسي علایمو څخه دي.
بعضې وخت انسان ته دغه ناروغي لګیدلي وي په ناپوهی سره بیا داسې فکر کیږي چې دا یوه د ستوني خوږ یا هم د سینې عادي تکلیف دی او مختلف النوع انټي بیوټک استعمالوي چې بیا دغه درمل ورته د فایدې څخه ضرر ډیر رسوي.
کله چې مو دغه علایم په وجود کې ښکاره شول، سمدستي مو د توبرکلوز علاج له مربوطه ډاکټر سره پیل کړی.

 

ټیګونه

کمنټونه