Jan 13, 2020 13:06 Asia/Kabul
  • که دا دومره اوښان مسلمانانو وژلي وای؟!!

د اسټریلیا په جنوب کې د لسو زرو بې ګناه اوښانو د وژلو منصوبه پېل شوه.

 

په دغه پروسه کې په  لومړۍ ورځ ۱۵۰۰ اوښان په ډزو ووژل شول.

 د اسټریلیا حکومت وایي چې اوښان د اوبو د کمښت په وجه وژني ځکه چې د خواوشا کلیو د خلکو لپاره خطر لري.

اوښ هغه ځناور دی چې بې اوبو هم لس ورځې ژوندی پاتې کېدی شي.

 عجیبه ده چې د لومړۍ نړۍ دغه خلک  د اوبو د کمښت په وجه په دومره لویه پیمانه اوښان وژني . شکر دی چې په دې کار کې مسلمان هیوادونه یا خلک نه دي شریک ګني ملګرو ملتو به سملاسي د حیوانانو د حقوقو د  خلاف ورزۍ د جاج غونډه رابللې وه او د حیواناتو د حقوقو  تنظیمونو به اسمان په سر اخستی و او د نړۍ ټیکداران به هغه هیواد د حیواني حقوقو د خلاف ورزۍ او ترهه ګرۍ په  تور لیسټ کې راوستی و.

 

ټیګونه

کمنټونه