Jan 15, 2020 14:48 Asia/Kabul
  • له سګریټ څکولو خطرناک عادت کوم دی ؟

زمونږ خبریال وایی دسګریټ څکول د انسان د ژوند دښمن دی خو له دې زیات خطرناک عادت څه دی چې انسان له مرګ سره مخامخ کوی .

محققان وایی له سګریټ څکولو سره سره تنهایی یعنی یوازې ژوند کول هم د انسان  د عمر په کمولو کښې مهم رول لوبوی او نن سبا تنهایی د خلکو د روغتیا او صحت په هکله ترټولو ستره ستونزه جوړه شوی ده په بیا دا چې په بوډاتوب  کښې تنهایی .

محققانو په یوه(۱) تحقیق کښې ویلی دی هغه کسان چې له بوډاتوب سره سره  تنهایی غوښتونکی دی په هغوې د چاپیریال او  شخصی عوامل اغیزونه لری .

په زیات عمر یعنی بوډاتوب کښې په تیر وخت کښې د وخت په ضایع کولو پښیمانه کیدل او غیر معقوله ټولنیز صلاحیتونه انسان تنهایی ته د رسولو عوامل دی .

د کیلی فورنیا پوهنتون یوه (۱) محقق الجینډرا پریډیز وویل ځینو کسانو د خپلو میرمنو وژله او ځینو نورو کسانو د خپلو وړونو ، خویندو او دوستان د مړکیدل د تنهایی وجه وبلله .

په دغه تحقیق کښې دغه راز ثابته شوی ده چې په بوډا توب کښې د کار د نه کولو په وجه هم انسان له تنهایې سره لاس او ګریوان کیږی .

 

ټیګونه

کمنټونه