Jan 17, 2020 13:35 Asia/Kabul
  •   اروپا نوره د نړۍد بدلونونو د راوستلو مرکز نه ده

مرکل زیاته کړې ، دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما له ډیرو مودو مخکې څخه د لرلید په توګه د آسیا پیړۍ خبره کوله ، دا په دې معنا ده چې اروپا هم نوره د دنیا دپیښو په مرکز کې نه ده او دا داسې موضوع ده چې سوکه سوکه رابرسیره کیږی .

فاینینشل ټایمز  ورځپاڼې راپورورکړی ، د  چرمنی  صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل  ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا  د امریکا او اروپا ترمینځ اوسنی تاؤتریخوالی د شخصی موضوعګانو له امله دی یا که په جوړښت کې ریښه لری .؟ ووئیل ،  فکر کوم ،  جوړښتی دلیلونه لری .  که څه هم طبیعی ده ، چې  سیاسی صحنه د لاسوهونکو  کسانو تر اغیزو لاندې ورځی . 

د جرمنی صدراعظمې  د امریکا او اروپا ترمینځ اختلافات  د امریکا د اوسنی ولسمشر ډونالډټرمپ له شتونه ورآخوا وبلل او وې وئیل اروپا نوره د  ددنیا دپیښو په  ډګر کې نه ده .

 مرکل زیاته کړې ، دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما  له ډیرو مودو مخکې څخه د لرلید په توګه د آسیا پیړۍ خبره کوله ، دا په دې معنا ده چې اروپا  هم نوره  د دنیا دپیښو په مرکز کې نه ده او دا  داسې موضوع ده چې سوکه سوکه رابرسیره کیږی .

  میرمن مرکل ټینګار کړی ،  په همدې خاطر  اروپا باید  د امریکا دتمرکز له کمیدا سره په یووخت ،پخپله د ځان لپاره  د جیوپولیټیک  رول  لوبول پلان کړی .

 د جرمنی صدراعظمې  په دوام کې دټرمپ د سیاستونو اواقداماتو په دلیل  په نړۍ کې  دڅواړخیز پالنې  کمزوریکیدا ته په اشارې سره  وئیلی دی ،ټرمپ  دا واقعیّت چې  مونږ په څواړخیزې نړۍ کې ژوند کوو ، په نظر کې نه نیسی  او دا په داسې حال کې دی چې څو اړخیز پالنه ، له  دوهم نړیوال جنګه وروسته  په دنیا کې یو مسلط شوی باؤر دی .

 

ټیګونه

کمنټونه