Jan 18, 2020 06:33 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په اړه  امریکا پر اروپا سخت دباؤنه اچولی دی

د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې درو اروپائی هیوادونو د جنورۍ په څوارلسمه نیټه په نړیوالې ایټمی موافقې کې د خپلو ژمنو ګام په ګام د کمولو لپاره د ایران د متقابل او قانونی اقدام په پلمه ګرځولو سره ، له امریکا څخه دپیروۍ په فیصلې کې ددغې نړیوالې موافقې د اختلاف دحل میکانزم فعال کړی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د ایران په چارو کې د امریکا د خارجه وزارت ځانګړی استازی برایّن هوک  پرون په  په یولړ څرګندونو کې اعتراف  کړی ، چې  پر اروپایانو د امریکا دباؤ  د جامعې نړیوال ایټمی موافقې   د اختلاف  د حل   دمیکانزم  دفعالولو لپاره د دوی  د اقدام لامل شوی .

 برایّن هوک په داسې حال کې چې  نه ئې غوښتل   دنړیوالې ایټمی موافقې  له اروپائی لورو سره  د خبرواترو غوښتنه ئې ایشوا شی ، اعتراف کړی ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ  له هغوی غوښتی دی ، څو نړیواله ایټمی موافقه لغوه کړی  او له نوی موافقې سره ، البته د دهغه په خیال له  موافقې سره یو ځای شی .

 برایّن هوک  د امریکا د ایرانی ضد بندیزونو حتی د درملیزو او خوراکی موادو د تامینیدا په مخنیوی کې  نتیجو ته  له اشارې پرته ، هیله څرګنده کړې ده چې  د امریکا  دبندیزونو له امله ، دهغه په ادعا ، د ایران دتیلو په خرڅولو کې اتیافی صدی کموالی راغلی دی .

 د امریکا دحکومت دغه ایرانی ضد چارواکیهمدراازد هغه څه په دلیل چې ئې بشریحقوقو خلاف ورزی بللې ده،د ایران دخوزستان د اسلامی انقلابد سپاه پاسدارانو دقوماندان د بایکاټولو خبر هم ورکړ .

  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې   درو اروپائی هیوادونو د جنورۍ په څوارلسمه نیټه  په نړیوالې ایټمی موافقې کې د  خپلو ژمنو ګام په ګام  د کمولو لپاره د ایران د متقابل  او قانونی اقدام  په پلمه ګرځولو سره ، له امریکا څخه  دپیروۍ په فیصلې کې ددغې نړیوالې موافقې د  اختلاف دحل میکانزم فعال کړی دی .

 داپه داسې حال کې دی چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د  مسلمینو  ولی امر حضرت آیت ا... ا لعظمی سید علی خامنه ای پرون  دتهران  دجمعې لمانځه په تاریخی خطبو کې  ددې خبرې په کولو سره چې  اروپایان په حقیقی  معنا سره ، سپک  او  د امرریکا ګوډاګیان دی ، روښانه کړې ، ، اروپایان  د ایران د ملت  د په ګونډو کولو خیال په مغزو کې لری ،  چې البته دوی خو پریږده ، د دوی ارباب او نیکۀ امریکائی حکومت  هم  دغه کار نه دی  کړائ شوی .  داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز  د اروپایانو خبرې اترې  ښکاره دوکه او وخت تیرول بللی او وئیلی ئې دی ،  هغه جنټلمینان چې  د خبرواترو میزته ناست دی ،  په حقیقت کې د بغداد دهوائی ډګر هماغه  ترهه ګر دی ، چې  لباس یا جامې ئې بدلې کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه