Jan 18, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • امریکا اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړی

زمونږ خبریال وايي د بریتانیا رسنیو وویل د جرمني دفاع وزیر دغه خبره ایشوا کړي ده چې امریکا خبرداری ورکړی که چیرې اروپايي هیوادونه د ایران پرضد اقدامات ترسره نکړي نو د دغه اتحادیې په ګاډو به پینځویشت (۲۵) فیصده مالیات ولګوي .

د جرمني دفاع وزیر وویل دغه خطر اوس هم شته .

له دې مخکې د امریکا یوې (۱) ورځپاڼې راپور ورکړی وو چې واشنګټن فرانسې ، جرمنې او  بریتانیا ته  په پټ ډول خبرداری ورکړی دی چې که چیرې د ایران پرضد د تړون مکانیزم پیل کړي نو واشنګټن به  د اروپايي هیوادونو په ګاډو مالیات ولګوي .

 

ټیګونه

کمنټونه