Jan 20, 2020 05:52 Asia/Kabul
  • امریکا د روسیې دریځونه تکراروي

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا له بهرنیو لاسوهنو پرته د لیبیا د خلکو په لاس د دغه هیواد د کړکیچ د حل د ضروت په باره کښې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپئو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د لیبیا په باره کښې خپل دریځونه له روسیې څخه نقل کوي .

هغې وویل هغه څرګندونې چې د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د لیبیا په هکله کړي دی په دقیق ډول هماغه خبرې دي چې روسیې په عراق ، کوسوو ، سوریې او په نړۍ کښې د نورو کړکیچونو او مشکلاتو د هواري لپاره مطرح کړي دي او ماسکو له بهرنیو لاسوهنو لیرې د خمشکلاتو دحل لپاره د نوموړیو  هیوادونو خلکو ته د فرصت د ورکولو غوښتنه کړي وه .

امریکا له سعودي عربستان ، انګلستان ،فرانسې ، متحده عربي اماراتو، اردن ، صهیونیسټ رژيم او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په لیبیا او نورو ډیرو هیوادونو لکه سوریې، عراق ، لبنان، پاکستان ، افغانستان ، نایجریا وغیره کښې  له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، استخباراتي او مالي مرستې کوي .

 

ټیګونه

کمنټونه