Jan 21, 2020 12:04 Asia/Kabul
  • زمونږ خالونه زمونږ قسمتونه بیانوي

زمونږ خبریال وايي د انسان په بدن باندې خال د ښکلا نښه ده او که چیرې دغه خالونه د تاسو په لاسونو، ورمیږ او مټو باندې وي نو ښکلا نور هم پسې زیاتیږي .

خالونه اکثره تور یا خړ رنګه وي او د ځینو کسانو په بدن باندې سور رنګه خالونه هم وي .

د انسان په جسم باندې خالونه هغه وخت زیاتیږي کله چې د جسم په یوې(۱) برخې کښې د پوستکي د رنګ پرځاې د بل کوم رنګ خلیې یا سیلولونه جوړیږي .

د چین د لرغوني تمدن پراساس د انسان په جسم باندې د خالونو رامینځته کیدل کومه عادي خبره نه ده بلکې جوړیدل یې خاص وجې لري چې له کبله یې انسان ته د بیلابیلو پیژندګلویو له ملاویدا سره د هغه له راتلونکي سره هم اړه لري .

د انسان د جسم په کومې برخې باندې خال د هغه له قسمت او برخلیک سره نیغ په نیغه تړاو لري .

د هندو تمدن پراساس د بچي په جسم باندې د خال رامینځته کیدل یا د کوم بالغ سړي او ښځې په جسم باندې د خالونو زیاتیدل د هغه د راتلونکي او د ښه او د بد قسمت او برخلیک پته چلوي .

د انسان په ټنډه باندې موجود خال څه مطلب لري ؟

د کومو  کسانو د ټنډې ښې خوا ته خال وي نو د هغوې په قسمت کښې ډیره پیسه وي او هرڅومره چې دغه کسان لویږي نو زیاتې پیسې ترلاسه کوي ځکه چې په دغو کسانو کښې د نورو خلکو په نسبت د پیسو د ګټلو صلاحیت زیات وي او دوې خارجي هیوادونو ته هم زیات سفرونه کوي .

()

د کومو کسانو د ټنډې کیڼ خوا ته خال وي دغه کسان  له نورو خلکو سره په مرسته کښې دلچسپي نه اخلي او پیسې له ځان سره غونډوي او کنجوس وي .

د وروځو ترمینځ خال څه مطلب لري ؟

کوم کسان چې د وروځو ترمینځ خال لري نو دوې بیا زیات شتمن وي او د روغتیا له کبله هم خوش قسمته وي  او که چیرې دغه حال په دواړو وروځو کښې د یوې (۱) وروځې د پاسه وي نو دا د ښه  ازدواجي ژوند نښه ده .

()

د سترګې د پاسه خال څه مطلب لري ؟

کوم کسان چې د سترګې د پاسه خال لري نو هغوې په طبیعي توګه شتمن وي او له عامو خلکو زیات شهرت لري او کوم کسان چې د سترګې لاندې خال لري نو هغوې زیاتې پیسې خرچوي او دوې د خپلو پیسو د بچت کولو پرځاې دغه پیسې ضایع کوي .

()

په سینې باندې د خال مطلب څه دی ؟

هغه کسان چې په سینه یې خال وي دوې ډیر خوش قسمته وي .

په سینې باندې د خال مطلب دا دی چې دغه کسان ستر ستر خوبونه ویني او ددغو خوبونو د پوره کولو لپاره زیات محنت کوي او که چیرې دغه کسان خپل ژوند له پلان سره سم وچلوي نو ډیرې کامیابې ترلاسه کوي .

()

په پوزې باندې د خال مطلب څه دی ؟

کوم کسان چې د پوزې دننه یا د باندې خال لري نو دغه کسان په نورو خلکو زیاتې خپلې پیسې خرچ کوي او دوې پیسې نه بچتوي .

دغه کسان باید د خپلو اقتصادي حالاتو د لیدو او د  پیسو دخرچ کولو پرځاې د پیسو د ساتلو کار ترسره کړي .

()

شونډو سره نږدې د خال لرل څه مطلب لري ؟

شونډو ته نږدې خال ښه ګڼل کیږي او دغه خال  د دې نښه ده چې دغه کسان ډیر پوه او هوښیار وي او د دوې ذهن د دسیسو په لور ګروهمن وي .

()

په مټو یا اوږو باندې د خال مطلب څه دی ؟

کوم کسان چې په ښي مټ خال لري نو دا ډول کسان پیسې په ډیر سوچ او فکر سره خرچوي او دغه کسان خپلې سرچینې په ډير عقل سره استعمالوي او هغه کسان چې خال یې بیخي سم پر مټ او اوږه وي نو هغه ډیر بریالی سړی ګڼل کیږي .

()

کوم کسان چې د لاس په تلي باندې خال لري نو دا ډول کسان بریالي وي او له دوې سره ډیره پیسه هم وي .

د شونډو د پاسه یا لاندې د خال مطلب څه دی ؟

هغه کس چې شونډو ته نږدې یا لاندې او د پاسه خال لري نو دا ډول کسان له کوم محنت پرته شتمن وي او پیسه خپل په خپله په هغو پسې ځي .

 

ټیګونه

کمنټونه