Jan 21, 2020 16:01 Asia/Kabul
  • ډونالډټرمپ ،د مواخذې په  محکمې کې

ډیموکراټان باؤری دی ، جمهوری غواړی و په مشرانو جرګې کې دخپل شمیر په زیاتیدا باندې په تکیې سره هڅه کوی،د محکمې په غونډو کې د څرګندې محکامه کیدا په وړاندې خنډونه جوړ کړی او د تورن دبری کیدا زمینه برابره کړی .

د امریکا په مشرانو جرګې کې ددغه هیواد د و لسمشر د مواخذې  په مسودې د غور محکمې  لومړنۍ غونډه نن  پیل شوې ده .

 د امریکا په تاریخ کې دا دریم ځل دی،چې یو ولسمشر په مشرانوجرګې مواخذه کیږی . ډونالډټرمپ  له دې مخکې  په کانګرس کې له دوو تورونو سره مخامخ شوی ؤ .د ډیموکراټانو ترکنټرول لاندې دکانګرس استازو دتیر کال په وروستیو کې ، په ډونالډټرمپ  د :اوکراین ګیټ : په نامې سره په دوسیې کې دوه تورونه وارد کړل . په دغو دوو تورونو کې له قدرته ناسمه استفاده او د کانګرس په کارونو کې  خنډ کیدا شامله ده .

Image Caption

 

 اوس د امریکا د مشرانو جرګه پابنده ده،د امریکا په ولسمشر دلګیدلو تورونو په باب  فیصله وکړی . په همدې خاطر،د تیرې اونۍ په وروستیو کې، د مواخذې د محکمې د غونډو د مشر جان رابرټز سره یو ځای سلو سناتورانو لوړه وکړه چېد امریکا د ولسمشر په مواخذې د غورلپاره اساسی قانون ته پابنده ووسی .په عین حال کې ،حتی د محکمې د غونډو له پیلیدا مخکې ، ډیموکراټانو او جمهوری غواړو ،یوبل  په عدالت په سترګو پټولو تورن کړی دی . 

  ډیموکراټان باؤری دی ، جمهوری غواړی و په مشرانو جرګې کې  دخپل شمیر په زیاتیدا باندې په تکیې سره هڅه کوی،د محکمې په غونډو کې د څرګندې محکامه کیدا په وړاندې خنډونه جوړ کړی  او د تورن دبری کیدا زمینه برابره کړی . په داسې حال کې چې  جمهوری غواړی ، ډیموکراټان تورنوی  چې په کانګرس کې د ټرمپ  د مواخذه کولو  په مسودې  د غور په وخت کې  ئې په انصاف سره عمل نه دی کړی او اوس نیّت لری،په مشرانو جرګې کې د محکمې په بهیر کې  خار پار واچوی .

 په هر حال  داسې نه ښکاری څو د مشرانو جرګې په محکمې کې په ټرمپ د لګیدلو تورونو دغورپه  پای دواړه لوری سره کومه موافقه وکړی .حتی د محکمې دغونډې دترسره کیدا او په هغو د غور د وخت څرنګوالی،په واشنګټن کې د ګوندی اوسیاسی شخړې لپاره په یوه ځای بدل شوی دی .

Image Caption

 

 د مثال په توګه،سی این این ټیلیویژنی چینل  د خبرو څلورو سرچینو له قوله راپورورکړی دی،د مشرانو جرګې جمهوری غواړی مشران نیّت لری،د مواخذې د لومړنیو غونډو او په لسو ورځو کې د استدلالونو د مطرح کولو لپاره د شلو ساعتونو د بیلولو په ځای ،د پخوانی ولسمشر  بیل کلینټن په څیر،د ډ یموکراټانو او جمهوری غواړو د واړو لورو ته د دولس ساعتونو دوه غونډې مخصوصې کړی.د محکمې د غونډو د وخت  لنډَول،په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا تر ټولو مهم سیاسی او حقوقی شخړې باندې د غور لپاره فرصت کموی .جمهوری غواړی هڅه کوی په ترټولو لنډ وخت کې،ټرمپله لګول شوو تورونو بَری کړی او د ولسمشرۍ د راتلونکوا نتخاباتو پر موضوع تمرکز وکړی .

څه وخت مخکې یوه نامتو جمهوریغواړی سناتور لینډسی ګراهمپه ښکاره وئیلی دی ،د ډونالډټرمپ دمواخذې په باب ئې خپله فیصله کړېده او نیّت نه لری،په مشرانو جرګې کې د ټرمپ  د محاکمې په بهیرکې بې پلوه شی  اوهیله مند دی،د مواخذې محاکمه زرتر زره پای ته ورسیږی .

د ډیموکراټانو سټراټژی، د ټرمپ دمواخذه کولو د بهیر لااوږدول دی څو د انتخاباتو دترسره کیدا د وخت په لازیات رانزیکیدو سره ، پر رائ ورکونکو اغیزې وشیندی .

د نظرسنجیو نتیجې هم دانتخاباتو پرنتیجو د اغیزشیندلو لپاره د ډیموکراټانو د هیلو په زیاتولو کې  مؤثرې دی. سی این ایند ټرمپ د مواخذې  د محکمېد غونډې په درشل کې خبر ورکړی ، چې یوپنځوس فی صدی امریکایان په مشرانو جرګې کې د ټرمپ د څنګةکولو غوښتونکی دی  او ۴۵فی صده خلک ورسره مخالفت کوی .دغه لیدتوګه  که تر نهو  میاشتو پورې دوام وکړی،نوممکنه ده،په مشرانو جرګې کې د ټرمپ  د څنګةکولو ملاتړی ،د رای په  صندقونو کې اوسنی ولسمشر ته رای ورنه کړی  او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ د  ناکامۍ لامل شی .

Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه