Jan 21, 2020 17:28 Asia/Kabul
  • پنځه کلنه ماشومه د (ښکلا ملکه) غوره شوه

د مصر الاصله ماشومې په روسيه کې د (ښکلا ملکې) جايزه ترلاسه کړه، چې له دې سره سم يې شهرت هم ترلاسه کړ. د ٥٠٠ زره ماشومانو په ډله کې تيا حمدي هغه ماشومه وه چې د ښکلا ملکې تاج يې په سر کړ.

 د روسيې او مصر په ټولنيزو رسنيو کې نن سبا د پنځه کلنې مصري الاصلې تيا حمدي حسن په نوم د ماشومې بحثونه روان دي.

د روسيې پلازمېنې ماسکو په ګډون په لويو ښارونو کې هر خوا د تيا حمدي حسن لوى لوى انځورونه هم لګېدلي دي او دا ماشومه د يوې فلمي ستورې په توګه وړاندې کېږي.

همدا راز د فېشن لپاره د موډلنګ شرکتونو هم د نوموړې انځورونه لګولي دي، خو د دې لامل دا دى چې نوموړې په روسيه کې د ښکلا په يوې مسابقه کې ګډون وکړ او د ښکلا د ملکې لقب يې ترلاسه کړ.

د تيا حسن پلار د مصر دى، خو هغې له يوې روسۍ نجلۍ سره واده کړى و، له واده وروسته يې لومړى ماشوم نجلۍ پېدا شوه، چې دوى ورته تيا حمدي حسن نوم کېښود.

د تيا حمدي پلار حسن له يوې عربي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې وويل، چې له لور سره يې د مصر او روسيې دواړو هېوادونو تابعيت شته.

پلار يې زياتوي، چې په لور کې يې د يو نيم کلنۍ راهيسې نه منونکي صلاحيتونه پېدا شوي دي او هغه د مصر عربي ژبې تر څنګ روسيه ژبه باندې هم روانې خبرې کولاى شي. هغه زياتوي چې لور يې ډېر هوښياره، له صلاحيتونو ډکه، د قوي حافظې مالکه ده

ټیګونه

کمنټونه