Jan 22, 2020 14:21 Asia/Kabul
  • د واده هلک پلار د ناوې مور تښتولې او واده يې ورسره کړی

د واده شوي هلک پلار د ناوې مور تښتولې او په پټه يې ورسره واده کړی دی، چې اوس د هلک او نجلۍ واده له دې لامله ځنډېدلی دی.

 دغه پېښه د هند په سورت ښار کې رامنځته شوې ده، چې د يو هلک او نجلۍ د واده نېټه د فبرورۍ په دويمه اونۍ کې ټاکل شوې وه. د واده لپاره بشپړ تياری نيول شوی و، خو له وخت رانږدې کېدو مخکې واده وځنډول شو.

د ټايمز اف انډيا د راپور په وينا، د هلک او نجلۍ د واده نه مخکې د هلک پلار او د نجلۍ مور تښتېدلي دي او دواړو واده کړی دی، له دې لامله اوس د هلک او نجلۍ واده ځنډېدلی.

د سړي عمر ۴۸ او د ښځې عمر ۴۶ کاله دی چې دواړه د واده لپاره تښتېدلي دي. د يادې کورنۍ په وينا، چې له تېرو لس ورځو راهيسې د هلک پلار او د نجلۍ مور ورک دي، نو له دې لامله دوی فکر کوي چې دواړه تښتېدلي دي او واده يې کړی دی.

دغه کورنۍ وايي، چې دواړه تښتېدلي سړی او ښځه چې په پټه يې واده کړی دی، له ډېر وخت راهيسې له يو بل سره پېژني او له ډېر وخت راهيسې يې پټې اړيکې يا مينه وه.

خو دغه کورنۍ اوس د ستر شرم سره مخ ده، چې له دې لامله د هلک او نجلۍ واده هم ځنډېدلی دی.

ويل کېږي چې د واده د هلک پلار يو کاروباري سړی و، چې د ځمکو د اخيستلو او خرڅولو کار يې کاوه، همدا راز هغه د هند د يوه ستر سياسي ګوند غړی هم و.

د يادولو ده چې په هند کې ډېرې نا اشنا او جالبې پېښې رامنځته کېږي.

د واده هلک او نجلۍ او سخت د پرېشانۍ په حالت کې دي، ځکه چې د واده لپاره يې بشپړ تياری نيول شوی و، خو تر واده لږ مخکې يې مور و پلار دا کار وکړ. د دواړو کورنيو ترمنځ هم اړيکې سختې خرابې شوې دي او د دواړو د ورکېدو په تړاو دوی پوليسو ته عريضه هم کړې ده، خو لا هم نه ده معلومه چې دوی چېرته پټ دي

ټیګونه

کمنټونه