Jan 22, 2020 17:07 Asia/Kabul
  • د مهرباني درس «ښوونکو او استادانو ته»

تاسو موږ ته وویل چې ټول مخ دیواله ته ودریږئ او ټول سترګې پټې کړئ، که د چا سترګې مې لوڅې ولیدلې، سخته سزا به ورکړم

 

حامد افغان 
هغه د ښوونځي ابتدایي دورې یعني (35) کاله پخوانی استاد یې ولید، له روغبړ وروسته یې په شرمندوکې لهجه ورته وویل: استاده! ما نه پېژنې؟! هغه دا مهال بوډا شوی و، ول نه بچیه نه دې پېژنم، هغه ورته ویل: استاده! زه دویم صنف کې ستا شاګرد وم، بیا مې یوه ورځ د یوه شاګرد ګړۍ غلا کړه، هغه شاګرد چې په ژړا شو تا موږ ټولو ته وویل: چې راشئ، ټول یو کتار جوړ کړئ.
زه سخت خپه او وډار شوم، مال اوس به په ټولو هم صنفیانو او ان ټول ښوونځي کې شرمنده، سپک او ذلیل شم، کله چې موږ صف جوړوه تا موږ ته وویل چې ټول مخ دیواله ته ودریږئ او ټول سترګې پټې کړئ، که د چا سترګې مې لوڅې ولیدلې، سخته سزا به ورکړم، نو بیا تا زموږ تلاشي پیل کړه او زما له جیب نه دې ګړۍ وایستله! وروسته دې موږ ته امر وکړ چې پخپلو چوکیو کېنو.
نو زه هغه مهال سخت ډاریدم، مال اوس به مې خپلو هم صنفیانو او ټول ښوونځي ته شرمنده او بدنام کړې، خو تا نه ما ته څه وویل او نه دې په ښوونځي کې چا ته زما د غلا په اړه غږ غوږ وکړ او زما پر غلا له تا پرته هیڅوک خبر نه شول. هغه مهال زه ستا له دې مهربانۍ خورا زیات اغېزمن شوم او له ځانه سره مې هوډ وکړ چې زه به تر دې وروسته په ټول ژوند کې هیڅ ډول وړه یا غټه غلا ونه کړم. اوس به زما کیسه درته یاده شوې یې، نو استاده څنګه مې نه پېژنې؟!
مهربانه استاد یې پر اوږه لاس کېښود ول بلکل هغه د غلا کیسه راته یاد ده او هغه ستاسو د کتار کولو او سترګو پټولو کیسه هم راته یاده ده. خو یو شی چې تا ته نه ده معلوم او لامله یې زه تا نه پېژنم هغه دا چې هغه مهال ما ستاسو تلاشي کوله ما هم سترګې پټې کړې وې. مال ښه به دا وی چې غل ماشوم ونه پېژنم، هسې نه بیا مې هغه نه په زړه کې کرکه پیدا شي او د زده کړې په برخه کې پر هغه ظلم رانه ونه شي!!
د نن ټکې په مننه

ټیګونه

کمنټونه