Jan 23, 2020 16:27 Asia/Kabul

په پښتو ژبه د قرآن کریم ژباړه د ایران د قم ښار د علمیه حوزې د کال د غوره کتاب په توګه انتخاب شوه.

د تهران راډیو د خبریال د رپورټ له مخې، د حجت الاسلام والمسلمین محمد رحیم دراني په قلم د قرآن مجید پښتو ترجمې، د قم د علمیه حوزې له خوا د کال د غوره کتاب انعام ترلاسه کړ.

د قم د علیمه حوزې د کال د کتاب په یویشتمه غونډه کښې چې نن د یوشمیر سترو عالمانو په شتون سره د قم په مقدس ښار کښې ترسره شوه، د ښاغلي محمد رحیم دراني د کړې ترجمې په قدرونې سره، دوي ته د کال د غوره کتاب انعام ورکړی شو.

د ویلو ده چې د محمد رحیم دراني په قلم د قرآن پاک د پښتو ترجمې مخ کتنه تیر کال د تهران د قرآن په نړیوال نندارتون کښې په یولړ مراسمو کښې شوې وه چې په تهران د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په شمول د دغه هیواد، افغانستان او پاکستان ګڼو شخصیتونو په کښې ګډون کړی و.

 

ټیګونه

کمنټونه